تا به په مستو نغمو څنګه ستايم
زما ټپې له يه قربانه خفه
ژونده پخلا به دې کړم وار خو وکړه
وشوه موده چې يم له ځانه خفه
دغه بې ژبې او بې شوره خلک
نه لري هيڅ زما د قام رنګونه
چې اوربلونو ته لمبې پورې شي
خود به پيکه وي دماښام رنګونه
ګرانه يو غم دې چې مې زړه کې اوسي
په دې جونګړه کې نور څه پاتې دي
لږه شېبه خو راته غوږ شه ژونده
ډېرې خبرې مې په زړه پاتې دي
په خوب کې وينم چې زري لوپټې
د ملاليو په تن اور واخلي
له خپله زوره او له خپله شوره
د ښاپيريو وطن اور واخلي
زما فکرونه لکه ورکې لارې
څومره اوږدې شي خو هيڅ سر نه لري
زما سندرې هم له ما نه خفه
زما خبرې اوس اثر نه لري
لا خو اوربل ته د چا ګل لټوم
ورپسې للمې او شوديارې ګورم
تا به پخلا کړمه زه ورکه ژونده
لا خو مې خپل زړګي ته لارې ګورم