د چين د بينالمللي راډيو د خبر له مخې دپاکستان جمهوررئيس پريز مشرف د مارچ په دوولسمه نيټه په اسلام اباد کې بلنه ورکړه چې بايد تروريزم ته د سخت ضربت د رسولو دپاره بينالمللي همکاري پياوړي کړي شي ٠ مشرف په همدې ورځ د يوه پوهنتون په يوه غونډه کې د وينا په بهير کې وويل پاکستان به تروريزم ته نور هم کلک ضربت ورسوي ، خو هغه دې ته هم اشاره وکړه چې د تروريزم سره مبارزه د يوه سړي او يا ديوه هيواد لخوا ترسره نه کيږي ، په دې برخه کې د نورو هيوادونو او خلکو ملاتړ ﻻزم دی
|