دټول جهان واکداره! ته هر څه لری او هرڅه کولی شی د هر چا اميد تاته کيږی او هر څوک هر څه لهتا غواړی ، ستا خزانی او کارخانې ډکې دی . ستا باغونو کی د شودو ، شرابو او عسلو ويالې بهيږی .
ستا بخششونه او انعامونه بی پايانه دی . ستا د رحمت نور په ځمکو او اسمانو کی نه ځاييږی .
فقيران او مسکينان درنه د ډوډۍ سوال کوی .
ماړه او بډايان درنه د اشتها او هضمولو قوت غواړی .
څوک درنهپه زاريو او دعاګانو او لادونه غواړی . ځينی وايی چه مال او دولت راکړه.
يووايی جنت می په کار دی ، بل وايی له دوزخه امان او پناه غواړم .
مرتبی او لوړی درجې له تاسره دی ، کاميابی او موفقيت ستا په توفيق حاصليږی .
دين او دنياستا په لاس کی ده ، راحت او زحمت عزت او ذلت ستا له خوا انسان ته رسی .
بهار او خزان ته راولی . مرګ او ژوند ستا په اختيار کی دی . هر څه ته کوې او هرڅه له تا غوښتل کيږی .
د دې جهان او د هغه جهان اجرونه ، خيرونه ، خوندونه او خوشحالۍ خلفو ته ته ورکوی .
زه پوهيږم چه تاسره هر څه شته .
مګر هر څه نه غواړم .
زما دعا او زاهدانو دعا .
زما ارزو او د پادشاهانو ارزو يو راز نه ده .
زما سوال او د بډايانو او مسکينانو سوال ډير فرق لری .
نه غواړم چه عزت می ډير او رتبه می لوړه شی .
موټرونه او اسونه می نه دی په کار .
قصرونه او عمارتونه نورو ته ورکړه .
پټی او باغونه هغه چا ته وبخښه چه په خاورو نه مړيږی .
په بانګونو کی د سوداګرو پيسی زياتی کړه .
د بزرګۍ اعتبار مه راکوه ځکه چه ستا په اطاعت او عبادت له خلقو نه اجرا و عزت غوښتل راته ښه نه ښکاره کيږی .
زه له دې ټولو نه تير يم او نور څه نه غواړم .
زه هغه څه غواړم چه ستا رضا ورباندی حاصليږی .
او ستا له رضا نه خلاف څه نه غواړم .
زه وايم په جهان کی پوهه او علم ډير کړه . حق او عدالت ته قوت ورکړه . په زړونو کی رحم او د خير مينه واچوه ، ظالمانو ته هدايت ورکړه چه ظلم بس کړی ، په دماغونو کی د حق نور او د حقيقت رڼا پيدا کړه !