<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-03-13 17:19:11    
د چين د پسرلی عنعنوی جشن د برتانيې د سياستمدارانو په زړونو ځای کی و موند

cri
ګرانو اورېدونکو، سږ کال په انګليستان کی د چين د پسرلی عنعوی جشن د بريتانيايانو د نوی کال په شان په زړه پوری و چی د نمانځنی بيلا بيل فعاليتونو يی د زياترو بريتانيايانو په زړونو کی ځای وموند٠ په نننی پروګرام کی به تاسو د دې نمانځنی په هکله په زړه پوری معلومات واوری٠

د پسرلی جشن د رسيدو د مخه ، رنګارنګ نمانځنی پيل شوی او پکی د بريتانې د پارلمان لخوا جوړه شوی نمانځنه تر ټولو نه په زړه پوری وه٠ دغه نمانځنه عبارت وه د بيزو کال د خدای په امانی او د چرګ کال د هرکلی په نامه ماښامنی غونډه او د پارلمان ډېرو غړو پکی ګډون وکړ ٠ دا لومړی ځل دی چه د انګلستان په پارلمان کی د چين د نوی کال نمانځه کيږی ٠ د انګلستان صدراعظم بلاير هم د دغې نمانځنې په مناسبت د مبارکی يوه وينا وکړه او پکی يی په بريتانيا کی ميشتو چينايانو او د چين خلکو ته خپله نيکه هيله څرګنده کړه٠ له دې نه پرته ، بلاير د فبروری په پنځمه نيټه په انګليستان کی د ميشتو چينايانو لپاره هم د يوی تحريری وينا په خپرولو سره وويل چه اوس په بريتانيا کی ډېر خلک چه بيلا بيل کلتورونه او عنعنات لری ، د چين د پسرلی جشن د نمانځی سره مينه لری ، نو د پسرلۍ جشن د انګليستان د بيلا بيل قومونو خلک سره يو ځای کړی چی له دې امله د دې هېواد د هنر او کلتور ډولونه زيات تنوع لری٠ هغه دې ته هم اشاره وکړه چه د نمانځنې دغه فعاليتونو ټولو بريتانيايانو ته ښه زمينه برابره کړيده چه په برتانيا کی د چينايانو مثبته اغېزه او د دې هېواد د کاميابی ، سمسورتيا او کلتور په لوړولو د دوی مهم رول و پيژنی ٠ 

د جنوری په يو دېرشمه نيټه د شپی لخوا د چين د پسرلۍ عنعنوی جشن د هرکلی لپاره لويه ميلمستيا د برتانيې د اته څلويښتو ډله ايزو کمپنيو د کلب لخوا په لندن کی جوړه شوی وه او د لندن د دوچست په رستورانت کی يی پنځه واره دغه مېلمستيا جوړه کړه٠ د څه د پاسه پنځه سوو ګډون کوونکو په منځ کی اکثريت يی په تجارتی ساحه کی مهم شخصيتونه او د کابينې پخوانی وزيران وً چه له چين سره دوستانه روابط لری٠ د محافظه کارګوند رئيس او د پخوانی کابينې د صدراعظم مرستيال خوهواد او د لندن ښاروال ليون ستون د لوموړی ځل لپاره پکی ګډون وکړ او د برتانيې او چين تر منځ د مناسباتو د ستاينی په باب يی د نيکو احساساتو نه ډکه وينا وکړه ٠ د رسم او رواج له مخی، د مېلمستيا د پای ته رسيدو نه د مخه وويل شول چه هغه مېلمانه چه د چرګ په کال کی زېږيدلی، د چرګ په شکل به يوه نانځکه وګټی ٠ کله چه د لندن ښاروال يو لوی سور چرګ تر ﻻسه کړ او په خوښی سره يی په غيږی کی ونيوه ، د ټولو لخوا په چک چکو بدرګه شو٠

ګرانو اورېدونکو ، همدا اوس مو نننی پروګرام پای ته ورسيده ، شپه مو په خير٠