د سينهوا اژانس د خبر له مخې د امريکې د نيويارک د ټايمز ورځپاڼې د مارچ د دوولسمې نيټې د خبر له مخې د امريکې د ځمکني قواوو په يو داخلي تحقيقاتي رپوټ کې په دې اعتراف شوی دی چې دوه تنه افغاني بنديان په افعانستان کې د امريکايي پوځيانو لخوا د ظلم او ځورونې له امله مړه شول ٠ په نوموړي تحقيقاتي رپوټ کې ويل شوي چې د ٢٠٠٢ کال د دسمبر په مياشت کې دوه تنه افغانان په وار سره په بګرام کې د امريکايي پوځ په توقيف ګاه کې مړه شول ، په هغه وخت کې امريکايي پوځيانو وويل چې نوموړي دوه تنه افغانان په طبيعي توګه مړه شول ٠ د امريکي د ځمکني قواوو د وروستني تحقيقاتي رپوټ څخه دا څرګنده شوې چې نوموړي دوه تنه افغانان د امريکايي پوځيانو لخوا د ظلم او ځورونې له امله مړه شول ٠