<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-03-14 17:08:27    
په اقتصادی محافلو کښی چينی او خارجی شخصيتونه د ٢٠٠٥ کال دپاره دچين د اقتصاد په مقابل کښی پوره اطمينان لری

cri

. له هغو احصائيوی ارقامو څخه چه په دی نژديو ورځو کښی دچين د دولت د احصائيوی رياست له خوا اعلام شوی دی ، څرګنديږی چه په ٢٠٠٤ کال کښی د چين اقتصاد په ډيری چتکۍ سره انکشاف موندلی او د داخلی توليداتو عمومی ارزښت دوړم کال په نسبت په سلو کښی نه اعشاريه پنځه زيات شوی دی.داقتصادی محافلو ځينو چينی او خارجی شخصيتونو زمونږ د راډيو د خبريال سره په يوه مرکه کښی وويل چه امکان شته چه په ٢٠٠٥کال کښی به دچين اقتصاد په مداومه ، ثابته او چټکه توکه انکشاف ومومی ، دچين اقتصادی انکشاف به د نړۍ دنورو هيوادونو د اقتصاد دودی دپاره هم کټور وی .

له ابتدايی احصائيوی ارقامو څخه څرګنديږی چه په ٢٠٠٤ کال کښی دچين اقتصاد په ثابت او چټک ډول انکشاف موندلی دی ،د داخلی توليداتو عمومی ارزښت له ديارلسو زرو مليارډو ژن مين بی يونو څخه اوښتی ، د صنعتی تصديو له خوا تر سره شويو ګټو عمومی اندازه د لومړۍ ځل دپاره له يو زرو مليارډو ژن مين بی يونو څخه لوړه شوی ،دښاريانو اوکليوالوعيدات هم ډير زيات شوی دی .

په ٢٠٠٤ کال کښی دچين په اقتصادی برخه کښی د تر لاسه شوی برياليتوبونو په حقله دچين د دولت د احصائيوی رياست رئيس ښاغلی لی ده شوی وويل چه له ١٩٧٨ کال نه تر تير کال پوری دچين اقتصاد په منځنی ډول هر کال په سلوکښی نه اعشاريه څلور زيات شوی دی ، په ٢٠٠٤ کال کی دچين د اقتصاد انکشافی سرعت

اساسا د تيرو څه د پاسه شلوکالو په منځنی سويه کښی ساتل شوی دی .مصارف د خلکو د ژوندانه د سويی او اقتصادی عايداتو د زياتوالی سره سره ډير زيات شوی دی ، علاوه پردی تير کال بين المللی اقتصاد نسبتا ښه انکشاف موندلی دی ، دا زمونږ د صدور دپاره هم ګټور دی .

لږه موده دمخه دچين حکومت په ښکاره توګه وويل چه چين به د اقتصاد د عمومی تنظيم او کنترول دپاره په مداومه توګه تدبيرونه ونيسی ، څو چه اقتصاد په ثابت او چټک ډول انکشاف ومومی .دچين د دولتی شورا په اړه دانکشافی څيړونکی مرکز داقتصادی څيړنی د څانګی رئيس لو ځونګ يوان خبريال ته وويل له دی کبله چه دچين د اقتصاد انکشافی حالاتو ستر بدلونه موندلی دی ،نو ځکه مونږ په مناسبت ډول دعمومی اقتصاد په باب سياست تنظيم کړی دی .په اوس وخت کښی دپانګه اچولو له لاری د اقتصاد د پرمخبيولو وضعيت ډير قوی دی ، که مونږ په مداومه توګه مثبت مالی سياست تطبيق کړو ،نو امکان به وی چه دچين داقتصاد پر ثابت انکشاف باندی ناوړه اغيزه واچول شی .

په دی وروستيوکلونو کښی دچين د اقتصاد زياتوالی دنړۍ د اقتصاد د ودی دپاره مثبت رول ولوبولی دی او په اقتصادی دوه کی رامنځ ته شوی متقابل پرمختيونکی روابط په اقتصادی محافلو کی زياتو چينی او خارجی شخصيتونو له خوا ستايل شوی دی ،

دچين د امريکی دتجارتی ټولنی رئيس ښاغلی ما څينګ لی د چين او امريکی داقتصادی او تجارتی روابطو په برخه کښی د امريکی تصديو ته دچين د اقتصادی ودی له کبله د رسول شويو ګټو او فرصتونو تحليل کړی دی .هغه وويل په عمومی

لحاظه تير کال په چين کښی دامريکی د تصديو دپاره يو ښه کال و .مونږ د تجارتی ټولنی دغړو تصديو پلټنه وکړه . دوی وويل چه دنوموړو تصديو ټول کارونه او فعاليتونه ښه دی ، زياتو تصديو دچين د اقتصاد له چټک انکشاف څخه ګټی اخيستی دی . په٢٠٠٥ کال کښی به د امريکی تصدۍ په چين کښی د پانګه اچولو پيمانه نوره هم زياته کړی .