<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-03-14 17:16:12    
د مالګې د خوړلو په باب معلومات

cri

د اړوندې طبي څيړنې له نتيجې نه ثابته شوې چه د انسان له پاره که هره ورځ د شپږو يا اوو ګرامو په اندازه مالګه وخوري ، د لوړ فشار ناروغۍ به ورته پيدا شي ٠ نو د روغتيا د نړيوال سازمان د اړوندو مقرراتو سره سم د لويانو له پاره د مالګې د خوړلو ورځني اندازه بايد په شپږو ګرامو کې وساتل شي ٠ له دي امله چه د ډوډۍ د پخولو په وخت کې که خوراکونه زيات تيار شي ، حتمأ به مالګه نسبتأ زياته استعمال شي ، نو کيداي شي چه کورني غړي د اړتيا نه زياته مالګه وخوري ٠ نو اړوندو کارپوهانو پيشنهاد وکړ چه دخوراکونو د خوړلو په وخت کې لږ څه مالګه پکي واچوي نه د پخولو په وخت کې ٠ ځکه که چيري د ډوډۍ د خوړلو په وخت کې مالګه پکې واچوي ، نو مالګه په خوراکونو کې نه ده جذبت شوي يعني د خوراکونو د پاسه ده ، د خوراکونو په دننه کې نه ، نو لږ مالګه د خوراکونو خوند هم ښه کولي شي ٠ ويل کيږي چه مالګه د انسان د ژوند سره نه جلا کيدونکي ده ٠ مالګه تر يوي اندازې پوري د انسان د روغتيا له پاره ډير مهم رول لري ٠ مثلأ مالګه نه يوازي د خوراکونو خوند زياتوي بلکه د انسان د روغتيا له پاره هم ضروري ده ، ځکه د انسان له پاره د زياتو خولو په تويولو سره به په بدن کې مالګه کمه شي او د مالګې کموالي به د روغتيا د کمزورتيا سبب شي ٠ خو بله د توجه وړ خبره دا ده چه که زياته مالګه په بدن کې موجوده وي ، او په عين وخت کې زياتي اوبه هم پکې پاتي وي ، هم خطرناک کار دي ٠ د علمي څيړنې د نتيجې څخه ثابته شوې چه په بدن کې د زياتي مالګې او اوبو موجوديت به د وينې د لوړ فشار سبب شي او زړه ته به يي سخت ضرر ورسوي ٠ په پاي کې دا خبر بايد را ياديږي چه څه ډول خوراکي مالکه ښه ده ؟ د مالګې د انخابولو په وخت کې ښه به دا وي چه هغه مالکه انتخاب شي چه د فابريکې له خوا توليد شوي ده ٠ ځکه له نوموړي فابريکي څخه توليد شوي مالګه يا د غذايت ، کيفيت او د روغتيا د ساتنې له نظره د استفادي وړ ده ٠