<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-03-15 16:30:18    
د مڼۍ پراټه

cri

د خوراکونو د جوړولو په وخت کې پرته د بيلا بيلو غوښو او سبزيو نه ډول ډول ميوي هم استعماليداي شي ٠ د مڼۍ پراټه يو ډول ډير خوندور خوراک دي ٠ جوړونه يي په دي ډول دي لومړي يو سلو پنځوس ګرامه اوړه ، يوه هګۍ ، سل ګرامه شيدې ، لږي شان اوبه ، دوه برابره مڼۍ، سل ګرامه پوره ، پنځه ويشت ګرمه غوړي او په دي ډول تيار کړۍ چه اوړه په ديګ کې واجوي ، هګۍ په اوړو کې ووهي او سره يي ولړۍ ، ور پسي بوره ، شيدې او مساعدې اوبه ور سره يو ځاي لړۍ چه نرم اوړه جوړ شي ، وروسته په يوه ارکاره کې لږ څه غوړي واچوي او په اور يي کيږدۍ چه غوړي سري شي ، نرم اړوه وراچوي چه لکه د پراټې په شان تيار شي ، له دي نه وروسته د نوموړي مڼۍ پوستکې او زړي وباسي او مڼه کوچيني کوچيني کړۍ او په يو بل ديګ کې يي واچوي چه بوره ور سه وي ، او په ضعيف اور يي کيږدي ، کله چه مڼۍ نرمه شي د پراټې په منځ کې يي واچوي او پراټه ور باندې راتاو کوي ، بيا يي په ارکاره کې کيږدۍ ٠ خو مخکي لږ غوړي په ارکاره کې واچوي ٠ کله د پراټې دوه مخونه ژيړ شي ، نو خوراک ښه تيار شوي دي ، البتأ هم کولي شي چه د خوړلو نه مخکې لږ څه بوره ور باندې هم واچوي چه دغه خوراک د ماشومانو ډير خوښيږي ٠ له دي امله چه په مڼو کې غني خوراکي الياف ، ويتامينونه او کاني مواد موجود دي ، نو دغه ډول ميوه د وينې د لوړ فشار ، د دماغ د سکته او د کولمو د سرطان د ناروغيو د مخنيوي له پاره ګټور رول لوبولي شي ٠ د اړوندې څيړنې له مخې د مڼې الياف د وينې د رګونو د کلکوالي مخنيوي کوي ٠ دغه راز نوموړي الياف هم د کولمو حرکت چټک کوي چه په نتيجه کې به له کولمو څخه زهري مواد ليري کړي شي ٠ نو ډکترانو پيشنهاد وکړ چه سړي هره ورځ يو ه يا دوه داني مڼۍ وخوري چه دا د روغتيا د ساتنې او د ځينو ناروغيو د مخنيوي له پاره ګټوره ده ٠