<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-03-15 16:35:25    
يوه حيرانوونکی پيغله _____ ماو يان جياو

cri

د ٢٠٠٤ کال د دسمبر په ١٤ نيټه د چين د لوړو ښوونو په اړه د شخصی زده کړې د امتحان د پيل د شلمی کاليزی د نمانځنی په هغه غونډه کی چه د جنوبی چين د ګوانګ دونګ ولايت د حکومت لخوا جوړه شوی وه ، کله چه ښځينه کارګره ماو يان جياو د نوموړی ولايت د ممتازی زده کوونکی په توګه اعلانه شوه ، حاضرينو د ډيرو شيبو لپاره په تودو چکچکو سره هغې ته د احترام او ستاينی مراتب څرګندکړل .

د ١٩٧٠کال د جولای په ٢٩ نيټه پيغله ماو يان جياو دجنوب منځنی چين د هونان ولايت د ليان يوان په ښار کی د يوه غريب بزګر په کورنی کی زيږيدلی ده . په ښوونځی کی د نهم ټولګی د زده کړی د پای ته رسيدو نه وروسته د خپلو کشرو ورور او خور د دوامدارې زده کړې لپاره ماو يان جياو له خپلی زده کړی څخه لاس واخيست او د ١٩٨٩کال د مارچ په مياشت کی د دوهم منځنی ښوونځی د اړوندو تدريسی کتابونو په وړلوسره له اصلی ټاټوبی څخه د ګوانګ دونګ ولايت د دونګ ګوان ښار ته ورغله او د الکترونيکی سامان الاتو د جوړولو په يوه فابريکه کی استخدامه شوه . هره ورځ به د کار او ماښامنی ډوډۍ نه وروسته ماو يان جياو بی له کومه ځنډه د خوب کوټی ته بيرته تلله او تر نيمی شپې پوری به يی نوموړی تدريسی کتابونه لوستل .

يوه بدمرغه خبره خو دا وه چه د ١٩٩٢ کال د مارچ په مياشت کی ماو يان جياو د لنفاوی سرطان په ناروغۍ اخته شوه ، د ډاکتر په نظر ممکنأ به دهغی ژوند پای ته يوازی دوه کاله پاتی وی . نو هغه يی دی ته اړکړه چه بايد سمدلاسه د علاج لپاره په روغتون کی بستری شی .

په روغتون کی د بستری کيدو په ورځو کی پيغله ماو يان جياو ډيره خوشبينه ښکاريده ، نه يوازی يی خپله کوټه ښکلی کړ بلکی تل به يی سندری هم ويلی . دغه راز يی له وخت نه په استفادې سره د سرطان د ناروغۍ د وقايی او علاج په اړه زيات کتابونه او د دوهم ښوونځی تدريسی مواد هم ولوستل . په دی توګه نيم کال نه وروسته دهغی په غاړه کی تورمور په فوق العاده توګه کوچنی شوی او د ١٩٩٣ کال د فبروری په مياشت کی بيخی له منځه لاړ . د ډاکترانو د مکررو معاينو نه وروسته دا تاييده شوه چه ماو يان جياو په رښتيا سره د مرګ له تهديد نه بچ شوی او په پوره توګه روغ جوړه شوی ده .

له روغتون څخه د وتلو نه وروسته ماو يان جياو لومړی د سندرو او نڅاؤ په يوه سالون کی د صندوق دارۍ دنده په غاړه واخيسته او د ٥ مياشتو نه وروسته هغه د يوی کمپنی لخوا د سکرترې په توګه استخدامه شوه .

لنډه دا چه ماو يان جياو د لا زياتو ګټوروعلمی معلوماتود ترلاسه کولو لپاره له هر فرصت څخه استفاده وکړه او هره ورځ به يی د خپل رسمی کار د پای ته رسيدو نه وروسته په شخصی زده کړی باندی ټينګارکاوه . بالاخره د ١٩٩٦ کال د سپټمبر په مياشت کی هغه له امتحان څخه بريالی ووتله او د کاليج ديپلوم او شهادت نامه يی ترلاسه کړه . ورپسی يی د امتحان له لاری په ګوانګ جو ښار کی د جونګ شان پوهنتون د ژبو او ادبياتو په څانګه کی شامله شوه او د ٢٠٠١ کال په

پيل کی په سالم ډول ورڅخه فارغه شوه .

د ٢٠٠١ کال د می په مياشت کی ماو يان جياو پخپله اويا زره يوانه پيسی راجمع کړی او دام بی ای فوق ليسانس په هغه ټولګی کی يی په زده کړی پيل وکړ کوم چه د برتانيی د ويلس پوهنتون او د چين د نان فانګ د ساينس او تکنالوژۍ د پوهنتون لخوا په ګډه سره پرانستل شوی دی . د ٢٠٠٣ کال د اکتوبر په مياشت کی هغه د ام بی ای په اړه دټولو مضامينو زده کړې پای ته ورسولی او په برتانيه کی يی د ويلس په پوهنتون کی د فارغيدو په مراسمو کی ګډون وکړ . د ماو يان جياو زيارونو او برياليتوبونو د نوموړی پوهنتون پر مقاماتو باندی تاثير وکړ او ورباندی يی د ځانګړی برياليتوب جايزه وويشله . هغه په دغه پوهنتون کی يوازنی چينايی زده کوونکی ده چه نوموړی جايزه يی وګټله . په دی وجه د برتانيی څو ورځپاڼو په ځانګړی ډول د چين دپيغلی ماو يان جياو سره مرکی وکړې .

ګرانو اوريدونکو ، همدااوس مو د يوی حيرانوونکی چينی پيغلی په باب کيسه واوريدله .