<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-03-15 16:39:11    
اروپائی اتحاد زده کوونکو دې ته تشويق کوی چه د محيط د ساتنی شعور لوړ کړي

cri

ګرانو اوريدونکو ، خوشحاله يو چه نن د کوچنيانو نړۍ پروګرام بيا ستاسو د خوښی او خوشحالی په هيله پيل کوو ٠ د اروپائی اتحاد کميټی لږه موده د مخه په يو خبر کی د اروپائی اتحاد د بيلا بيلو هيوادونو د پوهنی د موسسو څخه غوښتنه وکړه چه د ابتدائی او منځنيو ښوونځيو زده کوونکی د هوا د بدلون تر عنوان لاندی د نقاشی او عکاسی سيالی جوړي کړي څو چه ځوانان او ماشومان د طبيعی څارنی او د هوا د بدلون د علتونو او اغيزو په باب د فکر کولو له لاری د محيط د ساتنی شعور لوړ کړي ٠

د اروپائی اتحاد د کميټی غړی چه د محيط د ساتنی دنده په غاړه ده ، څرګنده کړه چه د هوا بدلون د طبيعی محيط د ساتنی په باب د انسانانو لپاره يو سخت چلينج دی ٠ که چيری په نړۍ کی د هوا منځنی درجه يوازی څو سانتی ګراډ لوړه شي ، نو زمونږ طبيعی محيط ته بدی اغيزی ورسول شي ٠ هغه وويل چه په دې وجه د اروپائی اتحاد کميټی د ابتدائی او منځنيو ښوونځيو زده کوونکو ته بلنه ورکړه چه د هوا د بدلون تر عنوان لاندی په سيالی کی ګډون وکړي ، ځوانان او ماشومان د خپلی شخصی نظريی له لحاظه د شاو خوا محيط بدلون څارنی وکړي او د محيط د ساتنی په هکله په بحثونو کی برخه واخلي څو چه دوی له کوچنيتوب څخه د محيط د ساتنی لپاره خدمت وکړي ٠

د اروپائی اتحاد د کميټی د معلوماتو سره سم نوموړی سيالی به د دوو ګروپونو په ويشلو سره پر ځای شي چه يو ګروپ ئی د هغو ماشومانو لپاره ټاکل شويدی چه عمر ئی له شپږو کالو څخه تر لسو کالو پوری ، او بل ګروپ ئی د هغو هلکانو او نجونو لپاره ټاکل شويدی چه عمر ئی له يوولسو کالو څخه تر شپاړسو کالو پوری دی ٠ لومړی ګروپ به ئی د نقاش او بل ئی د عکاسی په سياليو کی ګډون وکړي ٠ ځوانان او ماشومان کيدای شي په خپلو اثرونو کی له دې څخه ښکار کړي چه د هوا د تود کيدو په اثر د بيولوژيکی بدلول ، د عادی ژوند بد عادت په محيط باندی اغيزه اچول او د محيط د ککړتيا او د هوا د بدلون په وړاندی خپل پيشنهاد ٠

ګرانو اوريدونکو ، د کوچنيانو نړۍ پروګرام په همدی ځای پای ته رسوو ، هيله ده چه زمونږ دغه پروګرام مو خوښی شوی وی ٠