<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-03-16 11:42:45    
جنوبی أسيا ته د کوندوليزا رايس د سفر هدف څه دی

cri

د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی، د امريکې خارجه وزيره کوندوليزا رايس هند ته د يوه ورځنی مسافرت د پاره د مارچ په پنځلسمه نيټه ماښام نوی ډيلی ته ورسيدله ٠ ورپسی به هغه پاکستان ته هم مسافرت وکړی٠ کوندوليزا رايس د امريکې د خارجه وزير په حيث د جنوبی أسيا سيمه په أسيا کښی د خپل سفر د لومړی هدف په توګه ټاکلی ده٠ شک نشته چه په دی کښی د جنوبی اسيا د سيمې د ثبات د ساتلو او له دی سيمې څخه د ډيرو زياتو ګټو د ترلاسه کولو په باب د امريکې غوښتنه شامله ده ٠

لومړی ، امريکه هيله لری چه د خارجه وزيرې رايس د اوسنی سفر له لاری په مداومه توګه د امريکې او هند ترمنځ د ستراتيجيکی همکارۍ روابطو ته پياوړتيا ورکړی٠ هند چه اقتصاد يی چټک انکشاف مومی ، د امريکې دپاره راښکوونکی قوه لری٠ پروسږکال د هند او امريکې ترمنځ ٌ د راتلونکی ستراتيجيکی همکارۍ د روابطو ٌ په باب د خبرواترو له بيا پيل کيدو نه وروسته د دواړو هيوادونو روابط د چټک انکشاف په حال کښی دی او د تجارت او دفاع په برخو کښی د دوی ترمنځ تګ راتګ هم زياتيږی٠ په تير کال کښی د هند او امريکې د دوه اړخيز اقتصاد او تجارت حجم د وړم کال په نسبت په سلو کښی اوولس زيات شوی او يوويشتو مليارډو امريکايی ډالرو ته رسيدلی دی٠ په عين وخت کښی امريکې پر هند باندی د ٌ پاتريوت ٌ د توغنديو په ضد د دفاعی سيستم د پلورلو په باب بنديز نرم کړی او د امريکې د ملی دفاع د وزارت هئيت د روانې مياشتې په پيل کښی په خاصه توګه نوی ډيلی ته لاړ او د هند خوا ته يی د مربوطو تخنيکونو په باب معلومات وړاندی کړل٠ د خبر له مخی ، سږکال د وسلو د عصری کولو دپاره د هند دفاعی بودجه اووه مليارډو پنځه سوو مليونو امريکايی ډالرو ته رسيدلی دی٠ ويل کيږی چه هند د امريکې د وسلو د سوداګرو دپاره يو مهم بازار ګرځيدلی دی٠

دوهم ، د کوندوليزا رايس د اوسنی سفر هدف د هند او پاکستان د روغې د بهير پرمخبيول او د جنوبی أسيا د اوضاعو د ثبات ساتل دی٠ په جنوبی أسيا کښی د امريکې هدف له جګړې څخه د هند او پاکستان خلاصول ، د کشمير د مسئلې د حل وفصل د لارو لټول او د اسلامی افراطيانو د پناه ګاه په توګه د جنوبی أسيا د بدليدو مخنيوۍ دی٠ خو د هند او پاکستان ترمنځ کشالې به هرومرو له تروريزم سره د مجادلې په باب د امريکې د ستراتيجۍ پر تطبيق باندی منفی اغيزه وکړی او په جنوبی أسيا کښی د امريکې اقتصادی او ستراتيجيکی ګټو ته به تاوانونه ورسوی٠ نو ځکه جنوبی أسيا ته د کوندوليزا رايس د سفر يوه مهمه دنده د هند او پاکستان د روابطو لا ښه کولو ته د دغو دواړو هيوادونو د حکومتونو تحريکول، د کشمير په مسئله کښی د نوموړو هيوادونو ترمنځ د موافقه ليک د لاسليک پرمخبيول او د جنوبی أسيا سيمې ته د سوله ايز چاپيريال رسول دی تر څوچه هند او پاکستان له تروريزم سره په مجادله کښی له امريکې سره همکاری وکړی٠

دريم، د تروريزم په ضد مجادله کښی د امريکې او پاکستان د روابطو د ټينګولو او د دوی ترمنځ همکارۍ ته د دوام ورکولو دپاره٠ د سپتمبر د يوولسمې نيټې له پيښې نه وروسته پاکستان د تروريزم په ضد د امريکې په نړيوالو عملونو کښی مهم رول لوبوی٠ په راتلونکی کښی به امريکا د افغانستان د بيا أبادولو او د پاکستان او افغانستان د سرحدی اوضاعو د ټينګښت په بهير او هم د القاعدې د سازمان د مشر بن لادن او د ده د پيروانو د نيولو په برخه کښی د پاکستان قوی مرستې ته اړتيا ولری ٠

هند او پاکستان ته د کوندوليزا رايس له سفر نه مخکښی د امريکې د سنا د مجلس د خارجه چارو د کميټې رئيس ريچارد لوګار دی ته اشاره وکړه چه هند يو زيات قومونه او ډير مذهبونه لرونکی هيواد دی او اقتصاد يی چټک انکشاف مومی، دا هيواد غواړی چه په بين المللی صحنه کښی مهم رول ولوبوی، پاکستان د تروريزم په ضد مجادله کښی د امريکې مهم متحد هيواد دی٠ نو ځکه امريکه بايد په يوه وخت کښی له هند او پاکستان سره ټينګ روابط قايم کړی٠ د هندی زرائعو د خبر له مخی، د هند او پاکستان په منځ کښی د امريکې د برابر دريځ د ساتلو دپاره امکان شته چه رايس د مسافرت په بهير کښی هند ته خبر ورکړی چه امريکه غواړی : پر پاکستان باندی د ايف - ١٦ ډوله مترقی جنګی الوتکو د پلورلو په عين وخت کښی به پر هند باندی همداسی الوتکې هم وپلوری٠

مګر څرنګه چه د هند او پاکستان ترمنځ د کشمير مسئله له اوږدې مودې راهيسی نده حل شوی او د امريکې او هند ترمنځ د دولتی او سيمه ايز امنيت د ساتلو په باب د ستراتيجۍ د اجرا کولو ، د ذروی وسلو د نه خپريدو په باب د تړون د لاسليکولو او د هند لخوا د پاکستان له لاری د ايران او هند ترمنځ د ګاز د پايپ لين د غزولو په برخو کښی شخړې او اختلافونه موجود دی، نو د امريکې دپاره په جنوبی أسيا کښی د خپلو هر اړخيزو ستراتيجيکی ګټو ترلاسه کول لا هم يو اسان کار ندی ٠