<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-03-16 15:08:30    
ځوان داوطلبان د چين د ګوي جو په ولايت کې

cri

د ګوي جو ولايت د چين په جنوب لويديځه خوا کې واقع دي چه اقتصاد يي نسبأ وروسته پاتي دي ٠ د ١٩٩٨ کال له پيل نه تر اوسه پوري څه د پاسه زر تن داوطلب ځوانان چه د چين د بيلا بيلو ولايتونو نه راغلي ، د داوطلبانه خدمتونو له پاره ددي ولايت بي وزلو سيمو سره مرسته کولي ٠ داوطلبانه خدمتونه عبارت دي له تربيي ، روغتيايي خدمتونو ، د کرنې د پرمختيا ، د کورنې لارښودنې ، معيوبينو ته د مرستو ورکولو او د چاپيريال د ساتنې څخه دي ٠ د ١٩٩٨ کال په لومړيو وختونو کې د چين د پيشقدمو ځوانانو د اتحاديي له خوا د چين لويديځو سيمو ته د داوطليانه خدمتونو د برابرولو د پلان په تطبيقيدو پيل شوي دي ٠ په هغه وخت کې د چين د شين جن ، نين پو ، چن داو او دا ليان له څلورو ښارونو څخه راغلي څلويښت تنه داوطلبان دګوي جو په ولايت کې ومنل شول ٠ دوي ددي ولايت د ما شان او ياو شان د غريبو غرنيو سيمو ښونځيو ، روغتونونو او کليو ته تللي او اړوند خدمتونه يي تر سره کړي دي ٠

نوموړي پلان تر اوسه پوري د مسلسلو شپږو کالو له پاره عملي شوي دي ٠ بر سيره پر دي په دي وروستيو کلونو کې د چين په لويديځو سيمو کې د محصلينو د داوطلبانه خدمت په باب پلان هم تر تطبيق لاندې راغلي دي ٠ تر اوسه پوري هر کال شپږ سوه محصلين د داوطلبانو په توګه د ګوي جيو ولايت وروسته پاتي سيمې ته ورځي او په بيلا بيلو ساحو کې داوطليانه خدمتونه ترسره کوي ٠ د دي ولايت د نوموړي پلان په اړه د لارښووني د مرکز رئيس ښاغلي ما لي وويل چه

ډيرو نوموړو داوطلبانو د کار ښه فرصتونه پريښودلي او د خدمتونو د برابرولو له پاره د ګوي جيو غريبو سيمو ته راغلي او د دوي څخه زياتره برخه يي د کمپوترونو ، د کرني د علومو او د ډاکترۍ طبي مرستو د روزنې اود نورو ساحو خدمتونه يي ترسره کړي دي ٠ که څه هم د ژوند مياشتني معاش يي ډير ټيټ دي ٠ مګر هيڅ شکايت نه کوي ٠ يوي ځوانې داوطلبې چه جيو جي هونګ نوميږي ، او د ګوي جيو ولايت د مياو قوم په يوه ليري سيمه کې د يوه ښوونکي په توګه داوطلبانه خدمت کوي ، خبريال ته وويل چه زمونږ د ځوانو داوطلبانو له پاره يوازيتوب تر ټولو نه لويه ازموينه ګڼل کيږي ٠ يو بل ځوان داوطلب چه سوي بن يوي نوميږي او په ٢٠٠٣ کال کې د کرنې له پوهنتون څخه د فارغيدو نه وروسته د يو داوطلب په توګه د ګوي چيو ولايت يو غرني سيمې ته تللي او په يو ښوونځي کې په خدمتونو پيل وکړ ٠ دده دکار ځاي په يوي ډيري وروسته پاتي سيمه کې واقع دي چه نه يوازي بريښنا بلکه سړک هم نه لري ٠ د ژوند شرائط يي ډير خراب دي ٠ په داسي مشکل حالت کې د هغه نور اوه تنه ملګري چه ور سره يو ځاي د داوطلبانه خدمت له پاره دغه ځاي ته تللي و ، په وار سره له دي ځاي نه بيرته لاړل ٠ خو سوي بين يوي خپل کار ته دوام ورکړي او يوازي پاتي و٠ دده د کوششونو له لارې په نوموړي ښوونځي کې د زده کونکو شمير له يو سلو څلويښتو نه دوو سوو پنځوس تنو ته زيات شوي دي ، همداشان د ښوونځي اړوند شرائط ښه شوي او د زده کونکو د زده کړې سويه يي هم اوچته شوې ده ٠ اوس هغه يو بل ښوونځي بيا انتخاب کړي چه شرائط يي تر دي نه هم ډير خراب دي ٠ د ځوان داوطلب سوي بين يوي د روحيي تر اغيزې لاندې نور څه پاسه ديرش تنه داوطلبان د خدمتونو د ترسره کولو له پاره په وار سره نوموړو ځايونو ته راغلي دي ٠ د ګوي جيو د ولايت مشر ښاعلي چيان يون لو په دي وروستيو وختونو کې په خاص ډول ور سره وکتل او ور ته وويل چه تاسي د ځوانانو سرمشق يي او ګوي جيو ولايت ستاسي په شان با استعدادو کسانو ته اړتيا لري ٠