<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-03-16 16:09:26    
دوی امريکايی خويندی دخپلوانو د کتلو دپاره چين ته راغلی

cri

. تين هوا او جاو فی د خپلوانو د کتلو دپاره له امريکی نه راغلی .دغه خبر سمدلاسه د ان خوی ولايت دتون لين د ماشومانو له مرستون نه د تون لين ښار هر ګوټ ته چه د چين د يانځی سيند په جنوبی غاړه کښی واقع دی ، ورسيد .

په دی وروستيو وختونو کښی د امريکی ښاغلی سول . راتنا او دده ميرمن نتالی کراين د دوو مينه ناکو لوڼو سره يو ځای دخپلوانو د کتلو دپاره له ليری امريکی نه دچين د ان خوی ولايت تون لين ښار ته راغلل او ددوی خپلوان د تون لين د ماشومانو مرستون دی .

ښاغلی راتنا يو د پوهنی ډاکتر دی او دنيويارک په يوه منځنی ښوونځی کښی درئيس مرستيال دی .دده ميرمن نتالی کراين يوه طبی ډاکتره ده . د زلميتوب په وخت کښی دوی په مطالعو او کارونو بوخت وو او وخت او انرژی يی نه درلودل چه خپل اولاد وروزی .وروسته يی په مطالعو او کارونو کښی ښه موفقيتونه تر لاسه کړل او ښه ژونداو لوړ عايدات يی درلودل ، نو نيت يی وکړ چه خپل اولاد وروزی او د ماشوم د روزلو له نيکمرغۍاو خوشحالۍ نه برخوردار وی ، خو د ماشوم دزيږولو له ډير ښه عمر نه وتلی وو .

په يوه تصادفی فرصت کښی د راتنا او کراين ارزو عملی جامه واغوستله . د ٢٠٠٢ کال په مارچ ښاغلی راتنا او دده ميرمن د ان خوی ولايت دتون لين ښار څخه ليدنه کتنه وکړه او د تون لين د ماشومانو په مرستون کښی يی اته مياشت کلنه ماشومه تيان خوا وليدله .ميرمنی کراين وويل مونږ دا احساسوو چه دغه ښکلی او

مينه داره کوچنی جنۍ هم هغه ماشومه ده چه دزياتو کلونونه راهيسی مو ور ته سترګی په لاره دی .

ورپسی دوی مربوط حقوقی تشريفات سرته ورسول او کوچنی تيان خوا يی د خپلی ماشومی په توګه وروزله . له دی نه وروسته د راتنا کور چه پخوا بيخی ارام و ، د ماشومی د خندا له اوازونو نه ډک شو او دوی ته بی حده ښادۍ او خوشحالۍ ورسوله شوه . د ٢٠٠٤ کال په اکتوبر راتنا او دده ښځه بيا د تون لين د ماشومانو مرستون ته راغلل او يوه بله کوچنی جنۍ جاو فی يی چه يوازی ٦ مياشت کلنه وه او سترګی يی هم معيوبی وی ، د خپلی لور په توګه وروزله .دوی په کوچنی تيان خوا او جافی باندی په جلا جلا توګه انګليزی نوم ان يی او اميتی پريښود .

راتنا او ښځه د چين نه د راغلو دوو لوڼو په درلودلو سره ډيره نيکمرغۍ احساسوی او دا نظريه لری چه چين ددوی له ژوند سره نژدی اړيکی لری د ان خوی خلک ټول ددوی دوستان دی او تون لينيان ټول ددوی خپلوانان دی.

نن ورځ ان نی لس کلنه او اميتی اته کلنه ده . د طبی ډاکتری کراين تر علاج او پاملرنی لاندی داميتی معيوبی سترګی هم روغۍ شوی دی . راتنا خاوند او ښځه دوی ته ويلی چه د چين د ان خوی ولايت تون لين ښار ددوی اجدادی کور دی . خو چين څومره لويوالی لری او دان خوی تولين يو څرنګه ښار دی چه دا ټول سوالونه د دوو اولادونو په دماغونو کښی پاتی وو .راتنا خاوند او ښځه د ان نی او اميتی دروزلو په ترڅ کښی هميشه دخطونو او عکسونو په واسطه د تون لين د ماشومانو مرستون ته د دوو لوڼو د ودی د حالت په باب خبر ورکوی .دوی پوه شول چه دوه اولادونه هيله لری چه د خپلی زيږيدنی ځای وګوری ، نو د ښی تياری کولو نه

وروسته راتنا خاوند او ښځه د دوو اولادونو د دوبنی رخصتۍ له فرصت څخه په استفادی سره دوی د چين د ان خوی ولايت د تون لين د ماشومانو مرستون ته راوبيول .

دلته ډير ښکلی دی ،ان نی او اميتی چه د ماشومانو د مرستون لويی دروازی ته داخله شوی ،سمدلاسه په حيرانتيا سره ناروی ووهلی .چين ته د راتګ نه دمخه دوو جنيو دماشومانو د مرستون رئيس ته يو خط وليکه او پکښی يی د مرستون ديادونی او د خپلی شکريی احساسات څرګند کړل اوس بالاخره دخپلی زيږيدنی ځای ته راغلی اومينه ناکی پالونکی يی چه ځان ته يی بی غرضه پاملرنی ورکړی وی ، وليدلی ، نو په چينی ژبه يی چه همدا اوس يی زده کړه ، وويل ، تشکر ، تشکر .د راتنا کورنۍ ټولو غړو په خوشحالۍ سره د ماشومانو د مرستون ليدنه کتنه وکړه او ان نيی او اميتی هم دمرستون کوچنيو دوستانو ته تحفی ورکړی .دغه راز مرستون هم دوی ته محلی خاص توليد يعنی د ژيړ مسۍ مصنوعات د تحفی په توګه ورکړل او ددوی دپاره يی يوه خوندواره غرمنی ميلمستيا ترتيبه کړه . په ميلمستيا کښی ان نی او امنيتی په زياتی علاقی سره چوپستيکس استعمال کړل او ويی ويل چه په امريکا کښی چينی خوراکونه هم خوړل کيږی ،خو خوند يی په چين کښی د چينی خوراکونو په نسبت دومره ښه نه دی ،ځکه چه دلته ريښتيانی چينی خوراکونه دی .دماشومانو له مرستون سره دمخه ښی کولو په وخت کښی مشری خور ان نی په فهميده توګه وويل چه تون لين يو ښکلی ځای دی ،وروسته که زه ماشوم ولرم ، هرومرو به ور سره يو ځل بيا دلته راشو .