د چين دبين المللی راډيو دخبر له مخی د پاکستان جمهور رئيس مشرف د مارچ په ١٦ نيټه په اسلام اباد کی د امريکی له خارجه وزيری رايس سره د کتنی په ترڅ کی له امريکی څخه دا قوی غوښتنه وکړه چی د کشمير د خلکو د اداری سره سم د کشمير د مسئلی د حل دپاره له پاکستان څخه ملاتړ وکړی .
مشرف په خبرو اترو کی په تاکيد سره وويل چی د کشمير مسئله د پاکستان او هند د کشالی کلی ده .که نوموړی مسئله حل نه شی ،امکان نشته چی په کشمير کی ارامتيا رامنځته شی .
رايس هند ته د سفر په موده کی د هند مشرانو سره د خبرو اترو په باب معلومات مشرف ته خبر ور کړه .هغه زياته کړه چی امريکا به له پاکستان سره په بيلابيلو ساحوکی د همکاری روابطو ته دوام ور کړی او د پاکستان له ټولنيز او اقتصادی انکشافی پلان څخه ملاتړ او له پاکستان سره دفاعی همکاری پراخ کړی .