د چين د بين المللی راډيو دخبريال دخبر له مخی ، د پاکستان صدراعظم شوکت عزيز د روانې مياشتې په ١٦ نيټه په اسلام اباد کی د امريکې له خارجه وزيرې رايس سره خبرې اترې وکړی . دواړو خواوو د دووهيوادونو د روابطو او د ګډې علاقې وړ سيمه ايزو او بين المللی مسئلو په باب د نظرياتو تبادله وکړه .
رايس د جنوبی اسيا د سوله ايز جريان څخه ستاينه وکړه او ويی ويل چه پاکستان د افغانستان د بيارغونې په بهير کی مثبت رول لوبوی .
عزيز څرګند کړ چه پاکستان د ښه ګاونديتوب او دوستی پاليسی چلوی او هيله لری چه په سوله ايزه توګه د کشالو حل و فصل وکړی . هغه تائيده کړه چه د پاکستان په نظر بايد د کشميرد خلکو د هيلې سره سم د کشمير مسئله حل کړی .