د چين د بين المللی راډيو دخبر له مخی د پاکستان د خارجه وزارت نطاق سالم عباس جيلانی د مارچ په ١٦ نيټه په اسلام اباد کی دا څرګنده کړه چی پاکستان د کرکټ د لوبی د کتلو دپاره هند ته د خپل جمهور رئيس مشرف د سفر وخت لاهم نه دی ټاکلی .
هغه وويل چی د اپريل ١٧ نيټی يوازی يوه ورځ ده چی د هند له خوا وړاندی شوی مګر تر اوسه پوری د دی سفر وخت لاهم نه دی ټاکل شوی .
د بل خبر له مخی د پاکستان د د کرکټ د لوبو ټيم د روانی مياشتی له ٨ نيټی نه پيل د ٥٠ ورځنی سيالی دپاره هند ته ولاړ.د هند صدراعظم منموهن سينګ د کرکټ د سيالی د لوبی د کتلو لپاره هند ته د پاکستان د جمهور رئيس مشرف د راتګ له امله هر کلی څرګند کړ..