د سينهوا اژانس دخبر له مخی د امريکی د ځمکنی فوځ نطاقی پاميلاه هارت د مارچ په ١٦ نيټه دا اعتراف وکړ چی له ٢٠٠٢ کال نه پيل تر اوسه پوری لږ تر لږه ٢٤ تنه افغانان او عراقيان د بند په موده کی د عذاب او ځورونی له امله مړه شوی دی .
هارت په واشينګټن کی وويل چی د امريکی ځمکنی فوځ د ٦٨ پيښو په تحقيقاتو لاس پوری کړ ،له دی څخه څرګنديږی چی ٢٤ تنه بنديان د بندی خانو د مؤظفو يوليسو د زور زياتی يانورو ظلونو په اثر مړه شوی دی .١١تنه د امريکی فوځ د ځان د دفاع په بهير کی ووژلی او ٢٨ تنه د طبعيی او ناڅاپی پيښو له امله مړه شوی دی د نورو ٥ تنو د مړينی علت معلوم نه دی .