
د چين د بينالمللي راډيو د خبر له مخې د افغانستان جمهوررئيس حامد کرزي د مارچ په ١٧ نيټه په کابل کې د امريکې د خارجه وزيرې رايس سره خبرې اترې وکړې ٠ د خبرواترو په بهير کې دواړو خواوو د افغانستان د بيا رغونې ، د طالبانو او د القاعدې د سازمان د پاتو کسانو او د مخدره موادو سره دمبارزې په باره کې د نظرياتو تبادله وکړه ٠ د خبرواترو نه وروسته په يوه ګډه مطبوعاتي غونډه کې حامد کرزي وويل د افغانستان د پارلمان انتخابات به د روان کال تر سپتمبر پوري وځنديږي ٠