<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-03-18 16:17:43    
د پخوانی بېجينګ د چای خانو په باره کی

cri

ګرانو اورېدونکو، السلام عليکم! ټولو ته معلومه ده چه چاي د چينايانو لخوا د لومړي ځل دپاره کرل او استعمال شوي او بيا وروسته د نړۍ ګوټ ګوټ ځايونو ته خپاره شوي دي . نن ورځ د نورو هيوادونو د خلکو په شان چينايان د چايو څکلو عادت لري . په نننی بېجينګ کی ډېری زياتی چای خانې ليدل کيږي . د هنر او کلتور په نننی پروګرام کی به تاسو ته په پخوانی بېجينګ کی د چای خانو په باب څه معلومات وړاندی کړو.

په پخوانی بېجينګ کی ډول ډول چای خانې ليدل کيدې چه نه يوازی د لويو لاروپه غاړو وی، بلکه په ګوښه کوڅو کی هم چايخانې وې. پخوا د مشهورو شخصيتونو،هنرمندانو، مزدورانو او ګرځنده سوداګرانو په شمول به د مختلفو ټولنو کسانو په چای خانو کی چای څکل ، په ځينو چای خانو کی به تاريخی او ټولنيزې قصې اورېدول کيدای او په ځينو نورو کی به د شطرنج لوبې تر سره کېدای، ډېرې چای خانې به يوازي د پسرلی له پايه تر منی پوری خلاصی وی ، علاوه پر دې د سيندونو د غاړو په اوږدو کی د لارويانو د تفريح دپاره ځينی ساده چای خانې هم ليدل کېدې.

په چای خانو کی رنګا رنګ چای څکل کېدل، په ځينو لويو چاي خانو کي به ښکلي چايناکی او ښکلی ظروف پراته وو او مېزونه او څوکۍ به يی ډېرې پاکی وی ٠خدمتګاران به يی هره ورځ سهار وختی راپاڅېدل،اور به يی بل کړ ، د تياری نيولو د کارونو د ختمېدو نه وروسته به يی چای خانې پرانستلې ، دغه راز د چايخانو په

وړاندي به لويی لويې لوحی ځوړندی وی چه ورباندي به د چاي کلمه ليکل شوي وه . په دغو لويو چای خانو کی هر وخت جوشی اوبه تياريدلې ، کله چی به مشتريان چای خانو ته ورننوتل، چای به يی ور ته تيار و . د پخواني بيجينګ په چاي خانو کي مشتريانو به عمومأ د مازيدګر يا ماښام په وخت ډول ډول په زړه پوری تاريخی او ټولنيزې قصې اورېدلی شوای. په داسی چای خانو کی هميشه زيات شمير مشتريان راغونډيدل .پرته له دي نه په ځينو چای خانو کی چينی ډرامې او اوپراګانې هم ښودل کيدی .

د يادونې وړ خبره دا ده چه په زوړ بيجينګ کي داسي چايخانې هم ليدل کيدی چه خاص د چينايانو د پسرلني عنعنوي اختر په بيګاه به له پور غوښتونکو څخه د پور اخيستونکو د تښتيدو دپاره پرانستل کيدې. لنډه دا چه په زړه ټولنه کي چايخانه يوداسي تجسم بلل کېدل چه ځيني کسان به د انديښې د ليري کولو دپاره ، ځيني يي د ساعتيري دپاره او نور ځيني به يی د پور غوښتلو څخه د تښتيدو دپاره چايخانو ته تلل . د ټولنې د پرمختګ سره سم نن ورځ په بيجينګ کي چايخانې د ځوانانو د راغونډېدو او د چاي څښلو څخه د خوند اخيستلو په ځايونو بدلی شويدي .

ګرانو اورېدونکو، د هنر او کلتور نننی پروګرام په همدې ځای پای ته ورسېد. د ستاسو روغتيا په خير!