<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-03-18 18:17:20    
هو جين تاو

cri

محترمو لوستونکو د چين د دولت رئيس هو جين تاو د چين د لسم ملي ولسي کانګرس په دريمه غونډه کې چې د ٢٠٠٥ کال د مارچ په مياشت کې د چين په مرکز بيجنګ کې جوړه شوه د چين د ولسي جمهوريت د مرکزي نظامي کميسيون د رئيس په توګه انتخاب شوی دی ، نو په دې وجه اوس هغه د چين د دولت د رئيس ، د چين د هيواد د مرکزي نظامي کميسيون د رئيس ، د چين د کمونست ګوند د مرکزي کميټې د عمومي منشي او د کمونست ګوند د مرکزي کميټې د نظامي کميسيون د رئيس په توګه مهمې دندې په غاړه اخيستې دي ٠ اوس د هو جين تاو په باب لنډ معلومات تاسو ته وړاندې کوو ٠

هو جين تاو د ١٩٤٢ کال د دسمبر په مياشت کې د چين د ان خوي د ولايت د جي شي په ښار کې زيږيدلی دی او د ١٩٦٤ کال د اپريل په مياشت کې د چين په کمونست ګوند کې ګډون وکړ ، د ١٩٥٩ کال نه تر ١٩٦٤ کاله پوري هو جين تاو د چين په مشهور پوهنتون يعني د چينګ خوا په پوهنتون کې د اوبو د لګولو په فاکولته کې زده کړه وکړه ، ورپسي د ١٩٦٥ کال نه تر ١٩٦٨ کاله پوري هغه په نوموړي پوهنتون کې د علمي څيړنو په کار پيل وکړ ٠ د نوموړي پوهنتون څخه د فارغ کيدو نه وروسته هو جين تاو د چين د اوبو لګولو او د بريښنا د وزارت په يوه څانګه کې د تخنيکي کارکوونکي په توګه کاروکړ، ورپسي يې په نوموړي څانګه کې د منشي په توګه دنده په غاړه درلوده ٠ د څو کالو نه وروسته هو جين تاو د چين د ګان سو ولايت د ساختماني کميټې د سکرتر او ددې کميټې د ديزاين د ادارې د رياست د مرستيال په توګه دنده ترسره کړه ٠ د ١٩٨٠ کال نه تر ١٩٨٢ کاله پوري هوجين تاو د ګان سو

ولايت د ساختماني کميټې د مرستيال او د چين د کمونستي ځوانانو د اتحاديې د ګان سو ولايتي کميټې د منشي په توګه وټاکل شو، د ١٩٨٢ کال نه تر ١٩٨٤ کاله پوري هوجين تاو د چين د کمونستي ځوانانو د اتحاديې د مرکزي کميټې د داراﻻنشأ د منشي او د چين د ځوانانو د ملي اتحاديې د رئيس په توګه انتخاب شو٠ ورپسي هغه د ١٩٨٤ کال نه تر ١٩٨٥ کاله پورې د چين د کمونستي ځوانانو د اتحاديې د مرکزي کميټې د داراﻻنشأ د لومړي سکرتر په توګه وټاکل شو او د ١٩٨٥ کال نه تر ١٩٩٦ کاله پورې هو جين تاو په وار سره د چين په جنوب لويديځ کې د ګوي جو د ولايت د کمونست ګوند د کميټې او د تبت د خودمختارې سيمې د ګوندي کميټې د منشي په توګه او د نوموړو دوو پوځي سيمو دګوندي کميټې د لومړي سکرتر په توګه دنده ترسره کړه ٠

په ١٩٩٢ کال کې هو جين تاو د چين د کمونست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو په دايمي کميسيون کې شامل شو او د چين د کمونست ګوند د مرکزي کميټې د دارارﻻنشأ د منشي په توګه وټاکل شو ، د ١٩٩٢ کال نه تر ٢٠٠٢ کاله پورې هوجين تاوپه مداومه توګه نوموړي دنده په غاړه درلوده ، په ٢٠٠٢ کال کې هو جين تاو د چين د کمونست ګوند د مرکزي کميټې د عمومي منشي په توګه انتخاب شو، په عين وخت کې هغه د ګوند د مرکزي کميټې د نظامي کميسيون د مرستيال ، د چين د ولسي جمهوريت د دولت د رئيس د مرستيال او د هيواد د مرکزي نظامي کميسيون د مرستيال په توګه دندې په غاړه واخيستلې ٠

د ٢٠٠٣ کال د مارچ په مياشت کې هو جين تاو د چين د لسم ملي ولسي کانګرس په لومړي غونډه کې د چين د ولسي جمهوريت ت دولت د رئيس په حيث انتخاب

شوی او د ٢٠٠٤ کال د سپتمبر په مياشت کې هغه د چين د کمونست ګوند د مرکزي کميټې د نظامي کميسيون د رئيس په توګه ټاکل شوی او د سږکال د مارچ په مياشت کې هو جين تاو د چين د لسم ملي ولسي کانګرس په دريمه غونډه کې د چين د ولسي جمهوريت د مرکزي نظامي کميسيون د رئيس په توګه انتخاب شوی دی ٠