د سين هوا اژانس د خبر له مخی، د پاکستان د نظامی مقاماتو مربوطې څانګې د مارچ په نولسمه نيټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چه پاکستان په همدې ورځ سهار په ازموينی سره د شاهين - دوهم په نامه له مځکې نه تر مځکې پوری يوه داسی ليری ويشتونکی توغندې وتوغوله چه ذروی ګولی وړلای شی٠
د پاکستان جمهوررئيس پرويز مشرف د دې توغندې له توغونې څخه ليدنه کتنه وکړه٠ هغه وويل چه پاکستان به د خپل ځان د امنيت د تامينولو دپاره د ذروی وسلو د نه خپريدو په باب د اصولو د جدی مراعات پر اساس په مداومه توګه خپل محدود تهديدکوونکی طاقت ته ټينګتيا او پياوړتيا ورکړی٠ هغه وويل چه د پاکستان حکومت به په مداومه توګه د ذروی طاقت ټينګتيا او پراختيا ته ډير ستر اهميت ورکړی ٠