<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-03-19 17:56:59    
پوښتنو ته ځواب

cri

رمز –وانګ جانی اوس خو د اوريدونکو پوښتنو ته د ځواب برخه راسيدلی ده، د پاکستان د صوبه سرحد د باختر کلب د مشر سيدالرحمن بهير په شمول ځينو اوريدونکو په خپلو ليکونو کی دا پوښتنه وکړيده چه په چين کی څومړه ولايتونه شته ؟ دوی غواړی چه په دې برخه کی څه معلومات تر لاسه کړی ، نو په دې مناسبت به د پروګرام په دې برخه کی د چين د ولايتونو په باب څه معلومات وړاندی کړو.

وانګ – ښه ، زه به د چين د ولايتونو د جوړونی تاريځ وړاندی کړم . د چين د ولسی جمهوريت د جوړولو په وخت کی يعنی په ١٩٤٩ کال کی په چين کی د ٣٠ ولايتونو ، ١٢ د مرکزی حکومت تر مستقيمې ادارې لاندی ښارونو په شمول د ولايت په درجه پنځوس ادارې سيمې شته . د چين د اقتصادی او اجتماعی بدلون سره سم د ١٩٩٦کال د دسامبر تر ٣١مه نيټه پوری په چين کی د ولايت په درجه يو ديرش ادارې سيمې شته ، په دې جمله کی دری د مرکزی حکومت تر مستقيمې ادارې لاندی ښارونه ، ٢٣ ولايتونه او پنځه خود مختاره سيمې شته . د ١٩٩٧ کال په مارچ کی د سي چوان ولايت تر ادارې لاندی چونګ چينګ ښار لغوه شو ، په عين وخت کی د مرکزی حکومت تر مستقيمې ادارې لاندی څلورم ښار يعنی چونګ چينګ ښار جوړ شو . د ١٩٩٧کال د جولای په لومړی نيټه هانګ کانګ خپل وطن ته بيرته راستون شو ، د هانګ کانګ د خاصی ادارې ناحيه جوړه شوه . د ١٩٩٩کال د دسامبر په ٢٠مه نيټه مکاو خپل وطن ته بيرته راستون شو او د مکاو د خاصی ادارې ناحيه جوړه شوه .

د تازه احصايی له مخی : د ٢٠٠٣ کال د دسامبر تر يو ديرشمې نيټې پوری په چين کی د ولايت په درجه څلور ديرش ادارې سيمې شته او په دې جمله کی ٢٣ ولايتونه ،

پنځه خود مختاره سيمې ، څلور د مرکزی حکومت تر مستقيمې ادارې لاندی ښارونه ، دوه د خاصې ادارې ناحيی شته چه په جلا جلا توګه ويشل شوی وو : شان سی ،جي لين ، جيانګ سو ، فو جيان ، خه نان ، ګوان دونګ ، يون نان ، ګان سو ، تايوان ، هې لون جيانګ ، جه جيانګ ، جيانګ سي ، هو نان ، سی چوان ، چين های ، خه بې ، لياو نين ، ان هوی ، شان دون ، هو بې ، های نان ، ګوی جو ،شان سی ولايت ، بيجينګ ، جونګ چينګ ، تيان جينګ او شانهای ښار ،د سينجانګ ويغوری قوم ، ګوان سی جوانګ قوم ، تبت او نينګ شاهوی قوم خود مختاره سيمه او د هانګ کانګ او مکاو د خاصی ادارې ناحيی دی .