<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-03-19 18:32:33    
د برياليتوب نوي پړاو ته ورسېده

cri

امريتا ارورا د هند دبهمايي ساراسون په شتمنه كورنۍ كې زېږېدلې ده. مليكا ارورا يې خور او ارباز خان يې اوښى كيږي.د امرېتا هوډ دانه و، چې د سينما پردې ته راشي، خو د راج كومارسنتوشي غوښتنو او سوداګريزو اشتهارونو د هغې په زړه كې د هنر زړى راشين كړ او دغه زړي دومره غځونې وكړې، چې وجود يې ټول د هنر بوټى وګرځېد.

امريتا خپل هنري ژوند په نندارتونونو او ماډلنګ سره پيل كړ، كله يې، چې زده كړې بشپړې كړې له 60 نجونو سره يې يوځاى د سينما ازموينه وركړه او دازموينې پايله يې داشوه، چې د سينما پر نقره يي پرده هم راڅرګنده شي.امريتا په پيل كې په "اېم تلويزيون" كې د سانسلك اونورو توليداتو اشتهارونه كول، خو وروسته يې له سينمايي هنر سره هم اړيكي ونښليدل. كتنې دور كتنې پاس د امريتا لومړنۍ هنري چاره وه، وروسته يې په " اواره، پاګل، ديوانه" فلم كې د ويكرم بټ په ډايركټري ديوې "كوڅه ډبې" ښځې رول پرمخ يووړ. پر 1381 كال يې له ارياببر سره په " اپ كې برس" كې كار وكړ،په همدې كال له اجې ديوګن سره په " بګت سنګ " كې راښكاره شوه، امريتا په خپل ورو پيل سره ډېر ژر د باليووډ پام وروګرځاوه ، اوس يې په فلمونو كې د خپلو لاسباړو پر سرجنجال هم كاوه. پخوا يې شهرت، لوړتيا او ځوړتيا د سينما له نوموتو هنرمندانو( سلمان، فردين او كمال ) سره تړلى و، خو دغه تړاو يې ډېر ونه پايېد، ځكه امرېتا په خپلې هنري وړتيا سره پر دې بريالۍ شوه، چې په هندي سينما كې يوححانګړى ځاى ومومي.

شوخۍ، لوړهمت، ډاډ، مكيزونو، او پر رول ټينګار امرېتا دبرياليتوب يوه نوي پړاو ته ورټېل وهله. امرېتا د مهيش منجريكر په " ركت دې" فلم كې هم رول پرمخ يووړ، امريتا په دغه فلم كې د يوې ختيزوالې افسانوي ښځې په رول كې څرګنديږي. امريتا په دې وروستيوكې په " كاينات" فلم كې د ديامرزا او سونالي كولكارني ترڅگنګ كار وكړ، پر دې سربېره له سلمان او سهيل خان سره په " مج سې شادي كروګې" او ( ټيم ده فورس) كې هم راڅرګنده شوېده. د امريتا نوى فلم" شرط" نوميږي، چې له تشاركپور سره پكې لوبېدلې ده." ديلي كې سردي" ددغه فلم مشهوره او په زړه پورې سندره ده.

اوس هم د امريتا د خوښې څيزونه:

- د سيل او سياحت ځاى: ونيز

- دشپې بنډار: ښه فلم

- ځبېښوب( جوس): د نارګيل اوبه

- زړه راښكون: له سمندر او سمندرغاړو سره

- د ژوندفلسفه: د نورو خوشالي.