د سين هوا اژانس د خبر له مخی ، د پاکستان دملی ورځپانې د شلمی نيټې د خبر سره سم ، د مارچ د ١٩ نيټې په ماښام د پاکستان د بلوچستان په ولايت کی د بم د چاودنی پيښه وشوه او له دی امله لږ تر لږه ٥٠ تنه ووژل او له سلو نه زيات تنه ټپيان شول . د بلوچستان د ازادی غوښتونکی اردو په نامه د حکومت په ضد وسله والو قواؤ اعلام وکړ چه دوی د نوموړی پيښی مسئوليت په غاړه واخلی .
د خبر له مخی نوموړی چاودنه په هغه ليری او کوښه غرنی سيمه کی وشوه چه د بلوچستان د مرکز کويټې ختيځ ته څه نا څه ٣٥٠ کيلومتره فاصله لری . په هماغه وخت کی تقريبأ د شلو زرو تنو په ګډون يو مذهبی فعاليت روان و .