که د سر په سترګو وګورو نو قندهار هم له ننګرهاره ډير لری دی . که دزړه سترګې وغړوو نو پېښور او قندهار هم نژدی معلوميږی .
رحمان بابا او احمد شاه بابا دلته هم د پښتنو بابا دی او هلته هم ، ځکه وايم چه قندهار او پېښور لری نه دی ، نژدی دی او عزيزولۍ ډير نژدی کړی دی . د پښتو او پښتونولۍ دنيا بيله ده او د سياست دنيا بيله ده .
په سياسی لحاظ نن دنازيانو او دوبابا شينواری د لواړګی او خيبر له شينوارو نه دومره لری دی چه لندن او کراچۍ هم دومره لری نه دی ، مګر په پښتنی لحاظ دغه شينواری او هغه شينواری يو ټبر او يو کهول دی چه وينه ، رګونه او هډونه يی سره شريک دی او ډيره ټنګه عزيزولی لری .
په حقيقی لحاظ هم د دوی هم فاصله ډيره لږه ده او يو بل ته ډير ژر رسيږی . همدغه شان دننګرهار مومند ، دغره مومند او دپېسور مومند هيڅ فرق نلری او لکه سکنی وروڼه ډير نژدی دی . زه سياسی سړی نه يم . زما خبرې په سياست اړه نلری ، زما جهان بيل دی ، ما يو ملی سړی وګڼۍ ، زه يوازی پښتو او پښتنواله پيژنم او په همدغه اساس خبرې کوم . زه دهرات او ميمنی پښتون د اباسين او اټک پښتون ته ډير نژدی ګڼم او پنجاب راته دميانوالی له پښتنو نه ډير لری معلوميږی ، د دی خبرې سند همدغه دی چه د رحان بابا په ژبه د پنجاب خلق نه پوهيږی او هغوی ورته بابا نه وايی مګر پښتانه چه هر چيرته وی د ده په باباتوب فخر کوی او د ده له اشعارو نه ډير خوند اخلی .د پښتنو په کلی کور کی دخوشحال خان د شعر سکه تر قيامته چليږی ، مګر په سند او پنجاب کی يی څوک د کتاب پاڼه نه اړوی ، پښتون کهد دنيا په يو سر او بل سر کی وی دغه راز لری توب د دوی اصلی او حقيقی قرابت ته څه زيان نه رسوی ، ځکه چه دوی پاک خدای د ازل په ورځ نژدی کړيدی اوفطرت ددوی رابطه ټينګه ساتی .
ورور له وروره او پلار له ځويه په دغسی لريوالی نه لری کيږی او دقرابت په مخکی غرونه ، سيندونه او سياسی حدود مانع کيدی نشی .
څنګه چه هيڅ قوت او طاقت عزيزان له عزيزانو نه شی پردی کولی دغه رازپردی له پردو سره غزيزان کول هم فطرت له تقاضا نه وتلی خبره ده . پردی که هرڅومره نژدی شی او د سږی کاله ته راشی بيا هم لری وی او دخپلو ځای نشی نيولی .