<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-03-20 20:21:53    
د نړۍ د ښځينه مشرانو په باب معلومات

cri

ګرانو اورېدونکو ،  په نننی پروګرام کی به تاسو په نړۍ کی د ځينو هېوادونو د ښځينه مشرانو په باب په زړه پوری معلومات واوری٠

د مارچ په دوولسمه نيټه د چين د سياسی مشورتی کنفرانس د غونډی په اختتاميه مراسمو کی دوه ښځی ددې کنفرانس د ملی کميټی د رئيس د نويو مرستيالانو په حيث انتخاب شويدي چه تر اوسه پوری په چين کی د ګوند او دولت د ښځينه مشرانو شمير نهو تنو ته رسيدلی دی٠

په وروستيو ورځو کی د افغانستان په تاريخ کي لومړی ښځينه والی چه حبيبه سرابی نوميږی ، د باميانو د ولايت د والۍ په توګه ټاکل شويده چه په دي توګه د افغانستان په تاريخ کي يوه نوی مرحله پرانستل شويده ، حبيبه سرابی داسي لومړنی ښځينه والي هم ده چه د افغانيستان ډير کړاوونه او غمونه يی ګللی وً ٠ سرابی خبريالانو ته وويل چه په ظاهره کی نارينه او ښځه مساوی حقوق لری مګر په حقيقت کی د دغو مساوی حقوقو عملی کيدل ډير مشکل ښکاری ٠

په ځينو هېوادونو کی هم ډيری مشهوری ښځينه جنرالانی شته ٠

د عراق په ځمکنيو قواوو کی يوه ډيره ځوانه ښځينه ډګر جنراله شته چه مريم رجابی نوميږی او اته کاله مخکی يی د ايران سره په جګړه کی د خپلو فوځونو د قوماندانۍ دنده په غاړه درلوده او د ايران عسکرو حتی د دې د نوم په اوريدو سره ويره څرګندوله ٠

ګير ليرس د امريکی داسی لومړی ښځينه جنراله ده چه د سمندری پلی قواوو د اډی د قوماندانۍ دنده يي په غاړه درلوده او په ١٩٥٣ کال کی يی په

سمندری پلی قواوو کی ګډون وکړ، هغه د خپلو کوششونو او زحمتونو له ﻻرې له يوی معمولی ښځی څخه د سمدری پلی قواوو لومړی ښځينه جنراله شوه او د خپلی قوماندانۍ توان يی پوره څرګند کړ ٠

لاری اوسريبو د کانادا لومړنی ښځينه جنراله ده او هغه حق لری چه د سمندری قواوو د احتياطی عسکرو د ټولو نظامی فعاليتونو په ﻻرښوونه کی برخه واخلی او په ګرد هېواد کی د ټولو احتياطی عسکری ډلو سره نژدی اړيکی وساتی ، دغی ښځی په نظامی قواوو کی د څه دپاسه دېرشو کلونو دپاره خدمتونه کړی او ډير مشکلات يی ليری کړيدی ، خو هغی د خپلو عملونو له ﻻرې دا ثابته کړيده چه هغه د نارينه په شان کار کولی شی٠

له دې نه پرته ، د سويس ، نايجريا او فرانسی په شمول نورو ډيرو هېوادونو کی هم مشهورې ښځينه جنرالانی شته چه د دغسو هېوادونو د سولی او امنيت د ساتلو لپاره يی مهم رول لوبولی دی٠

عکسونه:د چين د مشوراتی کنفرانس د ملی کميټی د رئيس دوه نوی مرستيالانی دی٠