<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-03-20 20:33:33    
حبيب قادري؛ ګام پر ګام برياليتوب! --١

cri

د حبيب ترټولو غوره هيله دا ده ،چې افغاني موسيقي په يوه داسې بڼه واوړي، چې د نوي توكم لپاره زړه راښكونې او له ورځنيو هنري پرمختياوو سره سياله او همغاړې واوسي.

د حبيب قادري نوم له سخت كار، زيار او پرله پسې هڅو سره يوځاى راځي. دغه زيار او پرله پسې هڅو نوموړى د نړيوال شهرت او نړيوالو برياليتوبونو تر پوړيو ورساوه. له تېرو لسو كلونو راسې د حبيب ښكلو، عشقي، تخيلي او صوقيانه سندرو خواره واره افغانان دې ته اړ اېستي، چې د حبيب سندرو او هنر ته خپلې غېږې پرانيزي.هغه په خپل هنري بهير كې ديوه بريمن هنرمند په څېره راڅرګند شو او له استاد مهوش، فيض قادري، ليلا فروهر( اېرانۍ)، شهره او نورو نوموتو سندرغاړو سره يې پريوه سټېج دهنر او سندرو اظهار وكړ.

حبيب د خپل هنر او سندريزو حركاتو له امله دومره مشهور، او پر زړونو ته پرېوت ، چې په كنسرتونو او سندريزو محفلونو كې يې له سندرو او غزلو سره د خلكو په زړونو كې د نڅاوو مينه او ذوق راټوكيږي.

حبيب قادري د كمونستي پېر د يوه لوړپوړي چارواكي سلطان عزيز قادري زوى دى. حبيب خپلې لومړنۍ زده كړې د كابل د كارته ْ پروان په "شيرينو" ښوونځي كې بشپړې كړې،خو كله،چې د ربړو اوځورونو وېره ور ولوېده، په 1361ل كال يې له كورنۍ سره يوځاى هند ته كډه وكړه. هلته نومړي كوښه وكړ، چې له موزيك سره تړلې مينه يې وده وكړي، لومړى يې له لويديز موزيك سره ځان روږدى كړ، وروسته يې بيا دتبلې پر زده كړه پيل وكړ.تبله د قادري د موزيكالو وسايو هغه برخه وه، چې د غږولو پرمهال به يې خوند او لذت ترې اخست.د قادري ددغه زړه راښكون انعكاس د نوموړي په لوړ نغمه ييز اهنګ كې رابرسېره كيږي.

كله، چې پر 1363ل كال لاس انجلس ته لاړ ، خپله لومړنۍ هيله يې غوړېدلې وليده او ډېر ژر په " كوستاميسا" سندريز ښوونځي كې شامل شو، څلور كاله وروسته حبيب له ښوونځي فارغ و او غوگتل يې په نورو څانګو كې هم زده كړه وكړي. پر 1367ل كال يې پرېكړه وكړه، چې له " اورنج كوسټ" كالج نه د ادارې او مالوماتي سستم په څانګه كې سند تر لاسه كړي.خو پر دې ټولو سربېره حبيب خپل احساسات پردي نه كړل ، بهرميشتي افغانان يې د خپل غږ او سندرو مخاطبان وګڼل او دغه مخاطبان يې تر ډېره بريده له خپلو سندرو او هنري هڅو خبر وساتل. حبيب غوښتل نوى افغان نسل له خپل هيوادني هنر ، دود او كولتور نه خبر وساتي او ددغه هنر او كولتور د خونديتابه لپاره يې وهڅوي، دحبيب قادري دغه هيله تر ډېره بريده بريالۍ وخته ، نوموړي دخپل هنر او موسيقۍ كړۍ پراخه كړه ، موسيقۍ ته يې نوى رنګ وركړ او په دغه رنګ كې يې نوى نسل هم ورسره رنګ كړ.