<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-03-20 20:34:54    
حبيب قادري؛ ګام پر ګام برياليتوب---٢

cri
حبيب د لاس انجلس په موزيكل ښوونځي كې د لويديزې موسيقۍ د زده كړې ترڅنګ د افغان – هندو موسيقۍ پخواني ( كلاسيك) تړاو هم څاره، خو د نومړي موخه جوته وه او هغه دا، چې غوښتل يې له نړيوال معيار سره د خپلې افغاني موسيقۍ رېښې ونښلوي. وروسته يې د " حبيب غږ" په نوم د موسيقۍ د يوه مركز بنسټ كښېښود، خو د حبيب ترټولو غوره هيله دا وه ،چې افغاني موسيقي په يوه داسې بڼه كې سره واوډي، چې د نوي توكم لپاره زړه راښكونې او له ورځنيو هنري پرمختياوو سره سياله او همغاړې واوسي.

كله، چې حبيب د " چادرګلنار" په نوم خپل لومړنى البوم خپور كړ، د مينه والو له تاوده هركلي سره مخ شو. دحبيب دوهم البوم تر خپريدا مخكې په شپږو هېوادونو كې پلورل شوى و.ددغه البوم ( جانومي) سندره، خو يې بيخي ژبه په ژبه ګرځېده. "ساحل" د حبيب درېيم البوم و،چې دنوموړي په هنري وده، شهرت او شخصيت كې يې ستر رول ولوباوه.

حبيب پر بيلابېلو ستونزو سربېره هنر پرېنښود، حبيب هنر ته ژمن پاتې شو اوكله چې پر 1375 ل كال لا په خپل نړيوال هنري سير بوخت و، د ګلونو دناوې په نوم ې يو بل سندريز البوم هم خپور شو. حبيب ددغه البوم په اړه يوه نادره خبره وكړه: " ددغه البوم د خپراوي پرېكړه مې ځكه وكړه، چې ځينې سندرې جادويي ځانګړنې لري او د سړي په واك كې نه وي، زما په اند دغه ډول سنمدرې بايد ژر ثبت شي".

كله، چې حبيب پر 1375ل كال په نيويارك كې كنسرت وركړ، پر خپلو برياليتوبونو نور هم ډاډمن شو، دغه ډاډ حبيب ته دا ځواك وركړ، چې د (Golden dreams) ( زرين خوبونه) په نوم خپل څلورم البوم هم خپور كړي.تر دې وروسته په كاناډا كې دافغانانو فرهنګي ټولنې حبيب ته د د موسيقۍ د بلبل لقب وركړ. دغه لقب تردې مخكې احمدظاهر ته وركړل شوى و.

حبيب په لقبونو بسيا نه شو، خپل هنري فعاليتونه يې جاري وساتل او د " مهمان يار" په نوم يې د سندرو پنځم البوم هم خپريدو ته چمتو كړ، ددغه البوم د ډېرى سندرو كمپوز پخپله حبيب كړى و. حبيب د خپلو ثبتونو په لړ كې د ملګرو ونډه هم له ياده نه باسي: " زه د خپلو ملګرو په اړه ډېر څه نشم ويلاى، خو دومره به ووايم، چې له نږدې نهو كلونو راهيسې زمادهنري چارو مرستندويان دي، ماته وفادار دي".

ملګري يې نه يوازې د يوه كوډګر غږ څښتن بولي ، بلكې د سندرو د يوه ښه ليكوال په توګه يې هم پېژني.حبيب وايي: " موږ په تجربو كې ستر شوي يو، همدا لامل دى، چې موسيقي مو بدلون مومي، خو ارزونه يې ثابته ده. زمالومړنى البوم له وروستنيو هغو سره توپير لري او زه كوښښ كوم يوازې خپل سبك پر مخ بوځم".

حبيب قادري غواړي د صوفي شاعر " عشقري" په نوم د موسيقۍ ښونځى جوړ كړي او دغه ښوونځى وكولاى شي دافغانستان موسيقۍ ته يوه نوې او ژوندۍ اروا وروبښي. ( ژ\عنايت ساپي).