<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-03-21 17:49:36    
هغه تل خپل زړه له افغان خلکو سره تړی ___ د نوروز په مناسبت د چين د يوه پخوانی او سابقه دار ديپلومات مبارکی او نيکی هيلی

cri

(عکس:ښاغلی يو کيڼ ٤  د چين او افغانستان تر منځ د سياسی روابطو د ټينګيدو د ٥٠می کاليزی د نمانځنی په مراسمو کی )

(عکس :کيڼ١)

د مارچ ٢١نيټه د افغانستان د نوروز جشن دی .( نوروز د پسرلی پيل اود کروندګرو د پسرنی کښت د فعاليتونو لومړنی ورځ ده . نو په دی وجه په افغانستان کی دی ورځی ته د بزګرو اختر هم ويل کيږی اوپه دی هکله د هيواد په هرګوټ کی ددی ورځی د نمانځنی اړوند فعاليتونه سرته رسيږی . )

په دی بختوره او نيکه موقع کی به د افغانستان خلکو ته د چين د يوه پخوانی اوسابقه دار ديپلومات توده مبارکی او صميمی سلامونه ورسوو . هغه د افغان خلکو يوصادقانه دوست دی او نوم يی يو تې ګن دی . له خبريال سره د مرکی په پيل کی هغه وويل :

- نن ورځ د افغانستان نوی کال دی ،زه غواړم چه ددی نيکی ورځی څخه په استفادی دافغانستان خلکو ته تاوده تبريکات ووايم او ارزو لرم چه افغانستان تل ودان او نيکمرغه شی او دافغانستان خلک به د خپل هيواد د بيا ودانولو په لاره کی پر له پسی برياليتوبونه وګټی .

أن په ١٩٥٩ ميلادی کال کی ښاغلی يو تې ګن د پښتو ژبی د زده کړې لپاره د چين د خارجه وزارت لخوا دکابل پوهنتون د ادبياتو پوهنځی ته وروليږل شو. په ١٩٦٢ کال کی د فارغ کيدو نه وروسته نوموړې په افغانستان کی د چين په لوی سفارت کی په خپل رسمی کار پيل وکړ او هلته يې د لسو کالو لپاره کار او ژوند

وکړ . وروسته يی په وار سره په پاکستان او ميانمر کی د چين په لويو سفارتونو کی کار هم وکړ . څو کاله دمخه د عمر له سببه هغه له رسمی کار نه ګوښه شوی دی .

ښاغلی يو تل د افغانستان له هيواد او خلکوسره ټينګه دوستی او ژور احساسات لری او د يوه ديپلومات په توګه د څه د پاسه ٤٠ کلونو په اوږدو کی يی هم په افغانستان او هم په خپل وطن او نورو هيوادونوکی تل خپل زړه له افغان خلکو سره تړلی او دوی او ددوی هيواد ته يی زيات پام اړولی او اړوی يی . اوس که څه هم هغه تقاعد شوی دی ،خو لاهم د پخوا په شان د افغانستان اوافغان خلکو سره ډيره پاملرنه لری او د چين او افغانستان د دواړو هيوادونو او خلکو ترمنځ د عنعنوی دوستۍ د ټينګتيا او پراختيا لپاره ګټور کارونه کوی . له خبريال سره د مرکی په ترڅ کی هغه په ژورو احساساتو سره خپل هغه پخوانی افغان دوستان راياد کړل چه په افغانستان کی د زده کړی او کار په موده کی يی پيژندلی دی . هغه وويل :

- په تير وخت کی دوی له ماسره ډيری مرستی وکړې چه زما لپاره نه هيريدونکی دي او ددوی نومونه تل زما په ياد کی دي . دلته زه د نوی کال د راتلو په مناسبت زما افغان دوستانو اوملګرو ته د زړه له کومی تبريک وايم ،هيله لرم چه دوی روغ او جوړ وی ، کورنی يی خوښۍ او نيکمرغه واوسی او ښه ژوند ولری .

د چين او افغانستان د خلکوترمنځ د نسلونو نسلونو د دوستۍ لپاره ښاغلی يو په داسی حالت کی چه روغتيايی شرايط يی دومره ښه نه دی ، لا هم په چينايی ژبه د افغانستان

دزياتو غوره ادبی اثارو په ترجمه کولو او په اخبارونو او مجلو کی د افغانستان په اړه د مقالو په خپرولو بوخت دی ترڅو لا زيات چينايان افغانستان اود هغه هيواد خلک ښه وپيژنی . دهغه هرمضمون او هره مقاله د افغانستان سره له ژوری مينی اود افغان خلکو سره له ټينګی دوستۍ نه ډکه ده .

ښاغلی يو تې ګن د پوستی ټکټونو سره هم ډيره علاقه لری .د ٢٠٠٢کال د سپټمبر په مياشت کی ښاغلی يو تې ګن له هغو څو زړو ملګرو سره يوځای چه په افغانستان کی د چين په لوی سفارت کی يی کار کړی ؤ ،د ليدنی کتنی لپاره بيا افغانستان ته ولاړ او له پخوانيو افغان دوستانو سره د ليدوپه وخت کی يی وغوښتل چه په افغانستان کی د چين د لوی سفارت د بيا پرانستلو د يادونی په هکله پر څو پوستی پاکټونو باندی امضاوې وکړي ترڅو د يادګار په توګه ښه وساتل شی .

سږکال د جنوری شلمه نيټه د چين او افغانستان د سياسی روابطو د ټينګيدو له پنځوسمی کاليزی سره مصادفه ده ، په دی مناسبات په بيجينګ کی د دی نيکمرغه ورځی د يادونی فعاليتونه اجرا شول . هغه وويل : ما وياړ درلود چه په نوموړو فعاليتونو کی هم ګډون وکړم ، په تيره بيا می د نمانځنی د ميلمستيا او مراسمو په ترڅ کی د يادونی يو پوستی پاکټ وګاټه . دغه پاکټ ډير ښکلی جوړ شوی دی چه زما هم ډير خوښيږی . نوځکه سږکال د جنوری شلمه نيټه په رښتيا يوه د يادونی وړ ورځ وه . د مرکی په پای کی هغه وويل ، زه باور لرم چه دچين او افغانستان د خلکو ترمنځ دوستی به په پر له پسی توګه پرمختيا ومومی .