<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-03-21 19:01:44    
چين به په فعاله توګه سيمه ايز اقتصادی وده پرمخبوزی .

cri

دچين د اقتصادی جوړښت يو ښکاره خصوصيت دا دی چه دسيمه ايز اقتصاد وده يی د نا برابرۍ په حال کښی ده . نو ځکه داصلاح او ورخلاصون دپاليسۍ دعملی کيدو نه راهيسی چين دسيمه ايز اقتصاد د ودی دهماهنګی دپاره په پر له پسی ډول اقتصادی جوړښت تنظيم کړی دی .دتيری پيړۍ په اتمه لسيزه کښی دختيځ چين په ساحلی سيمو کښی اقتصاد په چټکۍ سره انکشاف موندلی او د جو جيانګ سيند دلتا اود يانګنځی سيند دلتا دوی عمده اقتصادی سيمی جوړی شوی وی .د ٢٠٠٠ کال په سر کښی دچين حکومت پريکړه وکړه چه دچين د لويديځوسيمو دودانولو دپاره پلان تطبيق کړی او د پانګو او بشری قواوو په برخو کښی يی مناسبو سيمو ته امتيازات برابر کړی دی چه په نتيجه کښی دلويديځو سيمو اقتصاد نسبتا چټک انکشاف موندلی دی.

په دی وروستيو وختونو کښی چين په منځنيو سيمو کښی داقتصادی ابادۍ د پياوړتيا په باب خيال بيا وړاندی کړی دی ، دحکومت دکار په راپور کښی چه دچين صدراعظم وين جيا باو لږه موده دمخه دچين دملی ولسی کانګرس په کلنی غونډه کښی وړاندی کړ، په ښکاره توګه وړانديزشوی چه بايد دچين د منځنيو سيمو د تفوق او ترکيبی اقتصادی تفوق څخه ښه استفاده کړای او بازارونه پرانيستل شی . دچين د ولسی سياسی مشورتی کنفرانس د لسمی ملی کميټی په دريمه غونډه کښی چه لږه موده دمخه پای ته ورسيده ،

برخه والو غړو د سيمه ايز اقتصادی ودی په باب پيشنهادونه هم وړاندی کړی

دی. د حه نان د ولايت څخه راغلی غړی فان جينګ څينګ وويل دچين منځنی سيمه دچين دغلودانو د توليدولو له عمده و توليدی سيمو څخه شميرله کيږی ، د غلودانو دتهيی د تضمين دپاره ډير حساس رول لری ، مونږ د شپږو ولايتونو د ولسی سياسی مشورتی کنفرانس څانګو دمنځنيو سيمو داقتصادی ودی په باب د تحقيق او څيړنی په کارونو لاس پوری کړی دی او مرکزی حکومت ته مو داسی پيشنهاد وړاندی کړی دی کوم چه دمنځنيو سيمو داقتصاد دپرمخبيولو په باب مسئله بايد د هيواد په يوولسم پنځه کلن پلان کښی شامل کړای شی .

ميرمن لی شان تونګ دچين د سيمه ايز اقتصادپه باب تيوريکی کار پوه ده ، هغی دچين داقتصاد دعمومی انکشافی تمايل له لحاظه .دمنځنيو سيمو د اقتصادی ودی دپياوړتيا ضرورت او اهميت نور هم بيان کړ . هغی وويل دچين د صنعتی ترتيباتو او د سيالی د قوت د لوړتيا له نظره دچين د منځنيو سيمو اقتصاد ته پراختيا ورکول يو مهم کار دی .

د څه د پاسه شلو کالو دانکشافاتو نه وروسته د چين په ختيځو ساحلی سيمو کښی ډير ستر موفقيتونه لاس ته راغلی دی . ويل کيږی چه دچين د منځنيو سيمو اقتصاد ته پراختيا ورکول دچين دصنعتی جوړښت د تنظيم په بهير کښی را منځ ته شوی ښه فرصت ګڼل کيږی که نوموړی سيمه د دغه فرصت څخه ښه استفاده وکړی ، نو دا به نه يوازی ددغی سيمی داقتصادی ودی دپاره ، بلکه به د هيواد د سيالی دقوت دلوړتيا دپاره ستر اهميت ولری .

ښاغلی څينګ بانګ ځو دچين د ولسی سياسی مشورتی کنفرانس په اړه د

نفوسو او چاپيريال د خاصی کميټی رئيس دی . په دی وروستيو کلونو کښی

نوموړی کميټی د تين جينګ ښار په مرکز د بو های د بحيری په شا و خوا کښی د پرتو اقتصادی سيمو د ابادۍ پلټنه او څيړنه وکړه . هغه وويل دچين دولتی شورا زمونږ له خوا وړاندی شويو راپورونو ته په ډيره درنه سترګه ګوری دچين صدراعظم وين جيا باو پخپله هدايتونه ور کړی دی تر څو د هيواد دانکشاف او اصلاح کميټه د يوولسم پنځه کلن پلان او د ٢٠٢٠ کال دپاره د ليری او راتلونکی هدف د سرته رسولو په خاطر دغه راپورونه تر غور لاندی ونيسی .