د چين د اطلاعاتو د خبری اژانس د خبر له مخی ، په دی وروستيو وختونوکی د چين په جنوب کی د ګوانګ دونګ ولايت په ځينو سيمو کی د سرو ميږيو لخوا انسانانو ته صدمه رسونکی پيښی شوی وی ، په دی وجه د چين د روغتيا وزارت د مارچ په ٢١ نيټه د نوموړو پيښو د څارنی او مخنيوۍ لپاره فوق لعاده ترتيبات نيولی دی .
د معلوماتو له مخی ، د سرو ميږيانو سرچينه په جنوبی امريکا کی ده ، کله چه څوک د سور ميږی لخوا وچيچل شی ، ژر ډير درد احساسوی . امکان شته چه د ځينو خلکو په بدنونوکی ناوړه اغيږه پيدا کيږی او حتی ژوند يی د مرګ له خطر سره هم مخامخ کيږی . نو سور ميږی د چين د کرنی د وزارت لخوا په هغو ضرر رسوونکو ژويوکی چه بايد ترجدی او دقيق قرانتين لاندی ونيول شی ، شامل شوی دی .