د چين د بين المللی راډيو د خبريال د خبر له مخی ، دچين د خارجه وزارت نطاق ليو جيان څاو د مارچ په ٢٢ نيټه په بيجينګ کی په نوبتی مطبوعاتی کنفرانس کی اعلام وکړ چه د چين خارجه وزير لی جاو شينګ به د بلنی په اثرد مارچ له ٣١ نه د اپريل تر ٤ می نيټې پوری نيپال ، مالديو او افغانستان ته سفر وکړی او په کابل کی به د افغانستان د ترقی په باب د فورم په غونډه کی برخه واخلی .