<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-03-22 18:53:02    
د ماشومانو  چاغتوب

cri

ګرانو اوريدونکو د کوچنيانو نړۍ په نامه نننی پروګرام کی به مونږ له تاسو سره د ماشوم د چاغتوب د مسلی په باب څه خبری وکړو ٠

زمونږ په ټولنه کی د زيات شمير خلکو عقيده دا ده چه که ماشوم يی چاغ او په غوښو پټ وی نو صحت به يی هم ښه وی او که ماشوم چاغ نه وی نو دا به د ناروغی نښه وی ٠ کله کله په کتابونو ، ورځپاڼو او تلويزيونی پروګرامونو کی ډير ښکلی چاغ ماشومان ښکاری چه د لويانو زياته مينه راجلبوی ٠ خو په حقيقت دا دی چه د هر ماشوم په بدن د غوښو پنډونه د ده د روغتيا علامه نه ده او نه د هر ماشوم بی غوښو بدن د ناروغتيا او مرض پيغام دی ٠ نه شی ويل کيدا چه ګواکی ټول چاغ ماشومان روغ او ټول ډنګر ماشومان په ناروغی اخته دی ٠ بلکه تاسو ته به عجيبه ښکاره شی ، که در ته ووايو چه که ماشوم ډير خوراکونه وخوری او ډير چاغ وی ، نو دغه کار تر يوی اندازی پوری د دوی لپاره ډير خطرناک دی ٠ د طبی څيړنی له مخی ، هغه ماشوم چه د وړ وکتوب په وخت کی ډير چاغ او وزن يی ډير زيات وی ، نو کله چه لوی شي ، د دوی د وينی د لوړ فشار او د رګ د مرضونو د پيښيدو ميزان د هغو کسانو په نسبت چه د بدن وزن يی عادی دی ، ډير لوړ ښکاره شي ٠ دغه راز د نوموړو چاغو ماشومانو په منځ کی چه عمر يی د لسونه تر شلو پوری وی ، ډير امکان شته چه ځينی يی د وينی د لوړ فشار په ناروغی اخته شي ٠ د مربوطو پوهانو په نظر امکان لری چه ماشومان له يوی خوا د غذايی موادو د کموالی له امله ډير ډنګر او د مرضونو سره د مقاومت لياقت له لاسه ورکړی او د ماغ يی هم ضعيف شي ، خو له بلی خوا که ماشومان هره ورځ غوښه ، بوره ، هګۍ او داسی نور شيان زيات وخوری ، نو ډير به چاغ شي چه دا تر ټولو نه ډير خطرناک بريښی ٠ ځکه د وړ وکيتوب په وخت کی د چاغوالی د ناروغی علاج د لويانو په نسبت ډير مشکل دی ٠ نو ځکه پلار او مور بايد د خپلو ماشومانو لپاره په معقول ډول غذتيی مواد تر تيب کړی او تر ممکن حده پوری د هری ورځی د ډوډی قسمونه زيات تيار کړی او په چاغ ماشوم باندی شحمی مواد کم کړی او د هغوی په ځای دی دغو ماسومانو ته ځينی تازه سبځی او ميوی ورکړی ٠ دغه راز پلار او مور دی د ورزش لپاره دوی ته تشويق ورکړي څو چه دوی لږ ډنګر او بدن يی پياوړی شي ٠

ګرانو اوريدونکو د کوچنيانو نړۍ نننی پروګرام په همدی ځای پای ورسيد ، هيله ده چه زمونږ دغه پروګرام خوښ شوی وی ٠