<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-03-22 19:08:57    
يوه امريکايی ښځينه ښوونکی د چين د يوه بزګر ماندينه شوی ده

cri

د اصلاحاتو او ورخلاصون د پاليسی د تنفيذيدو راهيسی په چين کی د أسمان او مځکی په شان ستر بدلون منځ ته راغلی دی . د هيواد د دروازی په خلاصيدو سره نه يوازی چينايان د کار ، زده کړی يا سفر لپاره په پرله پسی ډول بهر ته ځی ، بلکه مخ په زياتيدونکی خارجيان په همدی مقصد چين ته هم راځی .هم په نورو هيوادونو کی او هم په چين کی چينايانو او خارجيانو د ګډ کار او ژوند په بهير کی يو له بل سره دوستۍ ټينګی کړی او نيک احساسات يی ژور کړی دی ، د دوی په منځ کی حتی ځينو کسانو سره واده کړی دی .

د ٢٠٠٥ کال د فبروری په ١٦ نيټه يعنی د چين د عنعنوی دهقانی جنتری له مخی د نوی کال په اتمه ورځ د چين په جنوب لويديځ کی د چونګ چينګ ښار د کای ولسوالی د جاو جيا علاقه دارۍ د جاو شه په کلی کی د بزګر تان جي فو کور د نمانځنی او خوشحالۍ له تودی فضا څخه ډک ؤ . ځکه چه دا نيټه دده زوی تان جه شيانګ او امريکايی پيغلی رونا د واده د مراسمو د جوړولو نيکه او بختوره ورځ وه .

د جاو شه کلی د جاو جيا له علاقه داری څخه څه نا څه ٥ کيلومتره فاصله لری .په دی ځای کی د تان جه شيانګ کور واقع دی او مور او پلار يی بزګران دي . ددوی د کور تر شا يوه شين غر شته او د کور د دروازی په وړاندی يی يو پوخ سړک تيريږی . دغه راز د ده د کور په شاوخواکی زياتی ميوی لرونکی ونی ليدلی کيږی .

رونا ددی ځای ښايسته طبيعی منظره ډيره خوښوی . هغی په مسکا سره خبريال ته وويل چه زه د چين د واده له عنعنوی مراسمو سره ډيره علاقه لرم او د چين ملی جامی هم زما ډيری خوښيږی .

رونا سږکال ٢٣ کلنه ده او د امريکی د اوهايو ايالت د پوهنتون څخه د فارغيدو نه وروسته د لوړو تحصيلاتو لپاره چين ته راغلی ده . لومړی يی دچين د نقاشۍ په مرکزی پوهنځی کی زده کړه وکړه او بيا يی د يوې ښوونکی په توګه د چين په شمال ختيځ کی د دا ليان ساحلی ښار په يوه ښوونځی کی په کارپيل وکړ . دری کاله دمخه هغه په بيجينګ کی له زلمی تان جه شيانګ سره پيژندګلوی پيدا کړه او دواړه سره مينان وګرځيدل او بالاخره يی د ٢٠٠٥ کال د چين د پسرلنی اختر په موده کی د واده مراسم ترسره کړل .

په ١٩٩٨ کال کی ١٦ کلن تان جه شيانګ د خپل کاکا سره يو ځای د چين مرکز بيجينګ ته راغی اودری کاله يی د خدمتګر په توګه په يوه رستوران کی کار وکړ . له دی امله چه هغه له زيات علم او کوم ځانګړی مسلک څخه بی برخه ؤ ، نو هره مياشت يی يوازی دری ، څلور سوه ژن مين بی يوانه معاش لاس ته راوړ . په ښار کی د کار او ژوند د درو کالو په اوږدوکی هغه په دی ښه پوه شوی چه که څوک په لويو ښارونو کی ژوند وغواړی ، نو بايد د زده کړی له لاری ځانګړی پوخ او مسلک په لاس راوړی . نو په دی ډول زلمی تان جه شيانګ هره ورځ به د رستوران د کار د ختميدو نه وروسته د انګليسی ژبی په دزده کړی باندی ټينګار کاوه .

بالاخره په ٢٠٠١ کال کی زلمی تان د بيجينګ د تايپ ريکاردونو او ويديو کسټونو د جوړولو د يوه شرکت لخوا استخدام شو . هغه په سليسه انګليسی ژبه

او دکيسټونو د خرڅلاو په بهيرکی په غوره خدمت سره دشرکت د خاوند او خريدارانوخوشحالی او اعتماد حاصل کړ او معاش يی هم په تدريجی توګه زيات شو . هم په دی وخت کی يعنی د ٢٠٠٢ کال د اګيسټ په يوه ورځ امريکايی پيغله رونا د موسيقی کيسټونو د اخيستلو لپاره ددوی د شرکت دروازی ته ننوتله . زلمی تان په تودو احساساتو سره په انګليسی ژبه تری پوښتنه وکړه چه څه دی په کار دی او زما مرسته غواړی ؟ دده صداقت او تاودو احساساتو پيغله رونا متاثره کړه او سمدستی يی د څه د پاسه ٥٠ يوانو په ارزښت کيسټونه واخيستل او په عين وخت کی يی د چين له دغه ښکلی زلمی سره مينه هم پيدا کړی ده . له هغه وخت نه وروسته دوی دواړو په پر له پسی ډول سره ليدل او خبری اتری يی کولې او په دی ترڅ کی خپل منځی مينی او احساسات ژور شول . وروسته له دی امله چه رونا په داليان ښار کی کار کوی ، نو زلمی تان ورسره يو ځای له بيجينګ نه نوموړی ښار ته هم ولاړ او هلته يی يا په بار کی او يا په سلمانی کی کار کاوه . رونا خبريال ته وويل چه مونږ دواړه زياتی ګډی سيلقی اوذوق لرو او تل په خوشحالۍ سره يو ځای لوبی کوو . دمعلوماتو له مخی دوی دواړه دهلک په اصلی ټاټوبی کی د واده د مراسمو نه وروسته لا هم داليان ښار ته بيرته لاړل او هلته يی په نوی او نيکمرغه ژوند پيل کړی دی .