د نښی ويشتلو د لوبو په اړه مشهور لوبغاړی وانګ يی فو د چين د بدنی روزنی او سپورت په ساحه کی د يوه بيرغ په توګه رول لوبولی او لوبوی يی . د ١٩٨٤ کال راهيسی وانګ يی فو د المپيک په مسلسلو ٦ سپورتی لوبو کی برخه واخيستله او ټول ٢ طلايی او ٢ نقره يی مدالونه او د برونزو يو مدال يی ترلاسه کړی دی . په تيره بيا په ٢٠٠٤ کال کی په اتن کی يی ٤٤ کلن وانګ يی فو د لسو مترو په فاصله د نارينه ؤ د بادی توپنچی په لوبه کی قهرمان شو چه دومره زيات عمر لرونکی لوبغاړی د المپيک د لوبو په اړه د چينايی قهرمانانو په ډله کی يوازنی شخص ګڼل کيږی . د سږکال په سر کی وانګ يی فو د چين د نښی ويشتلو د ورزشی ډلی دعمومی روزونکی په توګه وټاکل شو . اوس هغه له خپلو شاګردانو سره يو ځای د ٢٠٠٨ کال لپاره د بيجينګ د المپيک په لوبو کی د طلايی مدالونو د ګټلو لپاره نوی هلی ځلی کوی .
وانګ يی فو خبريال ته وويل ___ د٢٠٠٨ کال لپاره د المپيک سپورتی لوبی به په بيجينګ کی جوړی شی او هيوادوال او ګران وطن له مونږ نه ډيره هيله لری چه په راتلونکو لوبوکی به ستر برياليتوبونه لاس ته راوړو . .نو په دی وجه زمونږ په غاړو دغه دنده ډيره درنه ده او بايد دخپلو خلکواو هيواد هيلی او اميدونه ترسره کړو .
په چين کی داسی استدلال شته چه وايی - څوک چه د يوه نوی مامور په توګه وټاکل شو ، عمومأ لومړی دری واره اور بل کړی . لوبغاړی وانګ يی فو چه د عمومی روزونکی دنده يی په غاړه اخيستې ده ، د تمرين په بهير کی د نيمه نظامی کيدو په طريقه د ورزشکارانو د اداره کولو نه پرته ، د ورزشی ډلی د اداری د طرزالعمل په شمول زياتو برخو کی په اصلاحاتو هم لاس پوری کړی دی . مثلأ د چين له نورو سپورتی ډلو نه دمخه يی د ورزشکارانو کميټه جوړه کړه . ترڅو ورزشکاران د ديموکراسی نه په ډکه ازاده فضاکی خپل خيالونه او نظريات په پوره توګه څرګند کړی . دغه راز وانګ يی فو په نوی جوړه شوی دولتی ډله کی هغه سابقه دار لوبغاړی چه د المپيک په پخوانيو لوبوکی يی طلايی مدالونه ګټلی دی ، هم شامل کړی دي . تر څو ځوان ورزشکاران ددوی په لارښوونه کی د ٢٠٠٨ کال د نوی هدف په لوری هڅه وکړی .
٢٨ کاله کيږی چه لوبغاړی وانګ يی فو دچين د نښی ويشتلو د لوبو لپاره زيارونه ايستلی دی . په دی هکله هغه په زياتو اغيزه ناکو احساساتو سره وويل – زما له تجربو څخه څرګنديږی چه که څوک غواړی چه په يوه لوبه کی بريالی شی ، نو بايد له نورو نه لا زياته قربانی ورکړی .