
ټولو ته معلومه ده چه الوګان يا کچالو يو ډول مهمولي سبزي ده ، خصوصأ په ژمي کې ډير پيدا کيږي او د خلکو د ډوډۍ ير ميز باندې مهم ځاي لري ٠ نو د کچالو له خوا جوړ شوي خوراکونه هم ډير دي ٠ خوږه کچالو يو ډول ډير خوندور خوراک دي او جوړونه يي هم ساده ده او د جوړونې طريقه دا ده چه لومړي دوه يا دري کچالو ، دري يا څلور کاجوغه سپين بوره او برابر غواړي تيار کړۍ ، بيا کچالو ومينځي او پوستکي يي وباسي ، بيا يي برابره ټوټه ټوټه کړۍ، وروسته نيم کيلو غواړي په ديګ کې واچوي او ديګ په اور باندې کيږدۍ ، خو اور دي لږ څه نرم وي ، کله چه غوړي لږ څه تودې شي ، تيار شوي کچالو پکي واچوي ، کله چه کچالو ژيړ رنګ او پاخه شي ، له غوړي څخه يي راوباسي ٠ ور پسي بيا په ديګ کې چه غوړي پکې کم کړي ، بيا به د ډير نرم اور د پاسه کيږدۍ او بوره پکې واچوي او ورو ورو يي ولړۍ ، کله چي بوره په غوړي کې لږ څه تيز ژيړ رنګ شي ، بيا سم د لاسه نوموړي کچالو پکې واچوي او ويي لړۍ چه کچالو جلا جلا شي ، په عين وخت کې اور مړ کړۍ ٠ بيا يي راوباسي ، نو خورک به تيار شي ٠ د خوړلو په وخت کې به ښه به دا وي چه کچالو په يخو اوبو کې لږ غوټه کړۍ او بيا يي وخوري ٠ له دي امله چه په کچالو کې ډير البومين او ويتامين سي موجود دي چه د دغو دواړو موادو اندازه د مڼۍ د غذايي موادو د اندازي لس چنډ دي ، دغه راز په کچالو کې ويتامين بي ، او د اوسپنې او فلسفورس په ګډون ځيني معدني مواد هم موجود دي چه اندازه يي هم د مڼۍ په نسبت ډيره زياته ده ، نو په ځينيو هيوادونو کې کچالو ته تر مځکې لاندې مڼۍ يا سيب زيرزميني وايي او په ډيرو هيوادونو کې خلک د کچالو څخه جوړ شوي خوراکونه ډير خوښوي ٠