<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-03-23 17:31:41    
د چين شين جن ښار د معيوبينو د استخداميدو له پاره کوشش کوي

cri

سږکال د جنوري په اتلسمه نيټه د جنوبي چين په شين جن ښار کې د معيوبينو د استخداميدو له پاره څلور خدمتي مرکزونه جوړ شوي دي ٠ ددي له پاره چه په ټولنه کې د معيوبينو د استخداميدو ستونزې ليري شي ، شين جن ښارپه دي کوشش وکړ چه د ټولنيز فوت په اتکا په ټاکلي ځاي کې د متمرکزې روزنې او ادارې له لارې يو نوي لاره پيدا کړي ٠ که څه هم د شين جن ښار په شمول د چين په ډيرو ښارونو کې هر کال د معيوبينو په اړه د بيلا بيلو اړوندو څانګو د کوششونو له لارې د معيوبينو د استخداميدو ميزان تر پخوانه اوچت شوي دي ، مګر د بيلا بيلو علتونو په اثر د معيوبينو د استخداميدو حالت لا هم ډير مشکل ښکاري ٠

د اړوندو تحليلونکو په نظر د معيوبينو د استخداميدو د نا ثابتوالي د رامنځته کيدو عوامل ډير دي ، لومړي د معيوبينو د بدني شرائطو دمحدوديت له امله ، د دوي له پاره د کار د انتخابيدو ساحه تنګه ښکاري ٠ دوهم په ډيرو تصديو کې خند نه لرونکي تاسيسات او د معيوبينو په مناسب چاپيريال کم دي ، حتي ځيني يي د معيوبينو په نسبت د تبعض رويه لري ٠ دريم د معيوبينو د بشري قوي د منابعو په بازار کې د تقاضا او اړتيا ترمنځ لاره په پوره توکه نه ده هواره شوې ٠ په دي هکله اوس په چين کې دمعيوبو بشري قوې د منابعو د بهربرداري خاص بازار نه شته ٠ د معيوبينو د استخداميدو په با ب کار عمومأ د حکومت تر ادارې لاندې دي ٠ نو د معيوبينو د استخداميدو له پاره لاره نسبتأ تنګه ښکاري ٠

د جنوبي چين په شين جن ښار کې اړوندې څانګې او کارکونکو د معيوبينو د استخداميدو د ستونزو د ليري کولو له پاره ډير کوششونه کړي دي ٠ په دي وروستيو وختونو کې ددي له پاره چه د مناسب کار د پيدا کولو په هکله د شين جن ښار له څلورو لکو معيوبينو څخه هغومعيوبينو ته مرستې برابري کړي چه د کار لياقت او د کار ارزو لري ، د معيوبينو د اتحاديي د کارکونکو تر کوششونو لاندې په دي ښارکې د معيوبينو د استخداميدو داسي مرکز جوړ شوي دي چه اړونده مسلکي روزنه ، کار کول او د اړوندې ادارې معلومات پکي شامل دي چه معيوبين د روزنې او زده کولو له لارې اړوند تخنيکونه او معلومات ترلاسه او وګمارل شي ٠ مثلأ سږکال د جنوري په اتلسمه نيټه د شن جن د تاي کان د درملونو د جوړولو شرکت د معيوبينو له پاره د استخداميدو مرکز جوړ کړ چه يوويشت تنه معيوبين تر متمرکزې روزنې لاندې راغلي او په کار کې دازموينې له لارې يي ټول په رسمي توګه په نوموي شرکت کې استخدام شول ٠ د معلوماتو له مخې د ٢٠٠٤ کال له اپريل نه په شن جن ښار کې د نوموړي مرکز د جوړيدو کار پيل شو او تر اوسه پوري په وار سره څلور همداسي مرکزونه جوړ شوي چه پانګه يي په عمده توګه د هانګ کانګ او د لويي وچې د ځينو شخصي صنعت ګرانو له خوا اچول شوي ده او ترتيب شوي روزونکي کارونه د کيک جوړونې او بسته بندي کولو څخه عبارت دي ٠ دلته بايد وويل شي چه نوموړي اډه يا مرکز د ټولنې خيريه تصدې نه دي او د مالياتو له بيلا بيلو امتيازي پاليسيو څخه برخوردار نه دي ٠ دا يوازي د مرستي يو ډول عمل دي او د استخداميدو په هکله د معيوبينو سره د مرست له پاره ټولنيز عمل دي ٠

د اتو مياشتو له تيريدو څخه دا ثابته شوې چه د نوموړي مرکز د جوړولو له لاري د معيوبينو د استخدامولو کار د ټوله نيز کيدو پر لورې پرمختګ کړي دي ٠ په دي هکله د ډيرو اړوندو کارپوهانو په نظر د معيوبينو استخدامولو د ټولنې د اوږدي مودي دنده ده ٠ که يوازي د خيريه د مرستو او د حکومت د ملاتړ په اتکا په پوره توګه نه شي تر سره کيداي ٠ بلکه په عين وخت د معيوبينو په نسبت د ټولې ټولنې زياتې پاملرنې او کوششونو ته هم زياته اړتيا لري ٠