<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-03-23 17:45:11    
مهربانه معلمه لو جيانګ چون

cri

لو جانګ چون دچين دسی چوان ولايت د ځاو يا ښارګوټی د وان شان غرنی کلی دابتدايی مکتب يوه معلمه ده .له ١٨کلنۍ نه تر اوسه پوری ٤٠ کاله کيږی چه هغه په تعليمی چارو لاس پوری کړی او ددی له شاګردانو څخه ځينی يی پوهنتونونو او پوهنځيو ته داخل شوی اوځينی نور يی ځانله کورنۍ لری او په خپلو کارونو کښی يی ښه موفقيتونه تر لاسه کړی د ی، که څه هم ددی دواړی شقيقی سپينی شوی ، خو اوس لا هم ورځ په ورځ په تعليمی چارو لګيا ده او په کوشش سره خپله هغه لويه ارزو عملی کوی چه دکليو هر هلک او جنۍ له درس لوستلو نه برخوردار شی .

لو جانګ چون په١٩٦٦ کال کښی چه ١٨ کلنه وه،له دوولسم ټولګی نه فارغ شوه او په خپل اجدادی کور يعنی دخه جانګ ولسوالی د څان باو علاقه دارۍ د سيان با په کلی کښی يوه معمولی معلمه وګرځيده .هغه وخت په کليوکښی دغه مفکوره ډيره عمومی وه چه نارينه تر ښځو نه زيات ارزښت لری او درس لوستلو ته په سپکه سترګه کتل کيږی . نو د لو جانګ چون دپاره خپل کلی ته دستنيدو نه وروسته تر ټولو نه لومړی وظيفه دا وه چه هلکان او نجونی مکتب ته راجلب کړی .په دی مقصد هغی کور په کور کليوالانو ته د تعليم و روزنی اهميت وويل .خو له عنعنوی وروسته پاتی مفکوری نه دکليوالانو ازادول ډير مشکل کار و ، نو معلمه لو وار په وار دکليوالانو کورونو ته لاړه .بالاخره ماشومان مکتب ته راغلل ،خو دوی د درسی فيس د ور کولو پيسی نه درلودی ، نو هغی د شاګردانو دپاره د درسی فيس د راټولولو دپاره په خپلو

ټولو ذخيره شويو پيسو څو کورنی سويان او يو پسه واخيستل او د کورنيوحيواناتو د روزنی فارم يی پرانيست .هغی دورځی له خوا شاګردانو ته درسونه ور زده کول او ماښام يی د سويانو او پسه دپاره واښه لو کول .کليوالان د معلمی لو له عمل څخه ډير متاثر شول او يو په بل پسی يی خپل اولادونه مکتب ته وسپارل . نو په دی ډول د يو کال په لنډه موده کښی ددی کلی ټول هغه هلکان او نجونی چه تعليمی عمر ته رسيدلی ، صنفونو ته داخل شوی وو.

٥ کاله وروسته معلمه لو د وانګ شان کلی مکتب ته انتقاله شوه.په نوی مکتب کښی هغی وليدل چه يوه نجلی هميشه د صنف په بهر کښی په پټ ډول ددی درسونه اوريدل . نو معلمه لو ددغی جنۍ کور ته لاړه او ويی ليدل چه ددی کور يو ګډ غالی دی او پکښی حتی درست او کامل موبل هم نه وو.. دغه نجلۍ توليان نوميږی او د يوی کلنی په وخت کښی يی پلار د ناروغۍ په اثر په کټ باندی معيوب شو او مور يی لاړه ، بيا له بل سړی سره يی واده وکړه .د معلمی لو په مرسته توليان درسی صنف ته داخله شوه. يوه ورځ توليان مکتب ته نه ده راغلی ، نو معلمه لو بياددی کور ته ورغله،خو توليان په کور کښی نه وه او يوازی ددی پلار چه دکار له قابليت څخه بی برخه شوی، په کټ باندی پروت و .معلمه لو له کور نه پټيو ته ورغله او ويی ليدل چه کوچنی توليان د شولوپه نيالګيو باندی پلاستيکی پردی غوړولی . معلمه لو ډيره غمجنه شوه او سمدلاسه دشولو پټی ته داخله شوه.له دی نه وروسته معلمی لو د توليان کورنی د کښتی مځکو ټول کارونه په خپلواوږو واخيستل او د پيسو په امانت سره يی هم ددوی دپاره نوی کور جوړ کړ .نجلۍ توليان وويل چه معلمه لو زما مور ده ، حتی زما تر مور نه هم مهربانه ده .

په وان شان کلی کښی که کليوالان احساسوی چه خپل اولادونه هوښيار نه دی ، نو حتما به دمعلمی لو صنف ته يی وسپاری . دوی وويل چه معلمی لو ته د خپلو اولادونو سپارل زړونه مو ډير ارام دی .

دجنۍ چين می سيو پلاراو مور دواړو په بهر کښی کارمزدی وکړه او هيڅ مکتب ونه غوښت چه چين می سيو ومنی ،ځکه چه هغه يوه کم عقله جنی ده .کله چه معلمی لو دغه خبر واوريد ، په خاص ډول د چين می سيو کور ته ورغله او ددی پلار او مور ته يی وويل چه چين می سيو زما صنف ته راوليږی .معلمی لو دغرمی او شپی په وخت کښی د چين می سيو پاتی درسونه جبران کړل او کله کله يی د يوی کلمی

د ور زده کولو دپاره ستونی هم خوږ شو ، خو جنی چين په درس هم پوه نه شوه .معلمه لو ور سره زړه سوړوالی نه درلود او لا هم په نه ستومانه کيدونکی ډول يی ور ته ليک لوست ورزده کړ . په نتيجه کښی چين می سيو چه پخوا په هيڅ شی نه پوهيده ،په امتحان کښی کامياب شوه .

اوس د معلمی لو دواړی شقيقی سپينی شوی او لاسونه او پښی يی هم دافراطی جسمی کار له امله ناقص شوی دی .خو هغه لا هم په دی ټينګار کوی چه هره ورځ د ٣ کيلومترو په پلی کولو مکتب ته ځی ، هغی وويل چه که هره ورځ د بس دسپرلو دوه يونه فيس سپموم ، نو په کال کښی به څو سوه يونه سپما شی او څو تنه نور هلکان او نجلۍ به وکړی شی چه په دی پيسو درس ولولی .