د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی، د مارچ په ٢٣ نيټه په اسلام اباد کښی د پاکستان د جوړيدو د ٤٩ مې کاليزې د نمانځلو دپاره ستر رسم ګذشت پر ځای شويدی، د هغه هيواد جمهوررئيس پرويز مشرف او صدراعظم شوکت غزيز او د افغانستان جمهوررئيس حامد کرزی چه په بلنې سره په پاکستان کښی په مسافرت بوخت دی، په نوموړی درنو مراسمو کښی ګډون درلود ٠
جمهوررئيس پرويز مشرف په رسم ګذشت کښی وويل چه پاکستان غواړی چه د مساوات پر اساس له ټولو هيوادونو سره دوستانه روابط قايم کړی او له هند سره د ديالوګ له لاری د کشمير د مسئلې په شمول ټولې شخړې حل کړی٠
جمهوررئيس مشرف زياته کړه چه اوس تروريزم او افراط غوښتنه د پاکستان د پاره دوه عمده تهديدونه دی ، د پاکستان حکومت به د ټولو لازمی تدبيرونو په غوره کولو سره له تروريزم او افراط غوښتنې سره مجادله وکړی٠