
د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی، د پاکستان او افغانستان حکومتونو په خارجه، کلتوری او توريستی چارو کښی د دواړو هيوادونو همکارۍ ته د پياوړتيا ورکولو دپاره د مارچ په ٢٣ نيټه د پاکستان په مرکز اسلام اباد کښی شپږ موافقه ليکونه لاسليک کړيدی ٠
په دغو موافقه ليکونو کښی د پاکستان له پيښور او کويټې څخه د افغانستان تر جالالاباد او قندهار پوری د عامه ترافيکی سيستمونو د پرانيستلو په شمول يو لړ محتويات شامل دی ٠
د پاکستان صدراعظم شوکت عزيز او د افغانستان جمهوررئيس حامد کرزی د نوموړو موافقه ليکونو د لاسليکولو په مراسمو کښی ګډون درلود٠