د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی، په چين کښی د پاکستان نوی لوی سفير سلمان بشير د مارچ په ٢٤ نيټه دا خبره بيا تائيده کړه چه پاکستان د يوه چين د پيژندلو پر دريځ باندی ټينګار کوی او د تايوان خپلواکی غوښتونکو قوتونو ته د ضربت د رسولو او د هيواد د تجزيه کيدو د مخنيوۍ دپاره د چين د ملی ولسی کانګرس لخوا د هيواد د تجزيه کولو په ضد د قانون له تصويب څخه ملاتړ کوی٠
سفير سلمان بشير د سی ار ای د راډيو له خبريال سره د مرکې په بهير کښی وويل چه مونږ باور لرو چه د دی ستر هيواد حکومت او خلک دا حق لری چه د يوه چين په باب د پاليسۍ له مخی هر هغه کار وکړی کوم چه يی کولای شی ٠ په دی مسئله کښی پاکستان د چين د پريکړې ډير درناوی کوی٠
سفير سلمان بشير د پاکستان او چين ترمنځ د دوستانه روابطو ستاينه وکړه ٠