د سين هوا اژانس د خبر له مخی د پاکستان جمهوررييس مشرف د مارچ د ٢٤ نيټی په ماښام په اسلام اباد کی د خپل هيواد له تيلويزيونی خبريال سره د ځانګړی مرکی په ترڅ کی وويل ، پاکستان اوس هغه موضوع په نظر کی نيسی چه د يورانيوم د تصفيه او غنی کولو په بهير کی د استفادی وړ سنترفيوز ( يعنی له مرکزنه جلاکيدونکی دستګاه ) د اټومی انرژۍ بين المللی سازمان ته وړاندی کړی ترڅو د ايران د ذروی مسئلی له پلټنې سره همکاری وکړی .
ښاغلی مشرف وويل ، د اټومی انرژۍ بين المللی سازمان د ذروی مسئلی د پلټنې په بهير کی تل غواړی چه د ايران د سنترفيوز د منشأ او د هغه د لاس ته راوړلو د لاروچارو په باب معلومات ترلاسه کړی . که نوموړی سازمان د پاکستان لخوا د برابرشوی سنترفيوز څارنه وکړی ، نو هغه کشمکش او منازعه چه ايأ پاکستان ايران ته سنترفيوز برابر کړی دی او که نه ؟ په پوره توګه به پای ته ورسيږی . دغه شان ښاغلی مشرف هغه خبره هم رده کړه چه وايی د پاکستان حکومت د ذروی وسلو د خپرونی په فعاليت کی لاس لری.