<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-03-25 17:38:36    
ستر فزيک پوه ايساک نيوتون

cri

ايساک نيوتون يو ستر فزيک پوه . رياضي دان ، منجم اود طبيعي علم فيلسوف و ، هغه د ١٦٤٣کال د جنوري په څلورمه نيټه د برتانيې د ليکين په ايالت کې وزيږيد ، نيوتون د کوچنيتوب په موده کې د علمي ازموينو ،کوچنيو اختراعاتو او د طبيعي علومو سره ډيره علاقه درلوده ، په ١٦٦١ کال کې نيوتون د کمپريج په پوهنتون کې شامل شو ، په دې پوهنتون کې نيوتون د مشهور يوکليد د هندسې د اصول ، د کيپلير جوهانس د نور ( وړانګې ) علم او د ريني ديسکارتيس د هندسې مطالعه وکړه ، په ١٦٦٥کال کې نيوتون د کمپريج له پوهنتون څخه فارغ شواو په ١٦٦٧ کال کې يې ددې پوهنتون د يوه څيړونکي په توګه کاروکړ، په ١٦٦٨ کال کې يې په دې پوهنتون کې د ماستري علمي درجه ترلاسه کړه ، په ١٦٦٩ کال کې هغه ددې پوهنتون د يوه پروفيسر په توګه درسونه ورکول ، په علمي ساحه کې د نيوتون لخوا د ترسره شويو سترو خدمتونو له امله په ١٧٠٥ کال کې د برتانيې د ملګې لخوا هغه ته د نايت لقب ورکړ، هغه لومړي طبيعي عالم و چې دومره لوړ افتخار يې ترلاسه کړ، د ١٧٢٧ کال د مارچ په ٣١ نيټه لوي او مشهور عالم ايساک نيوتون د ٨٥ کالو په عمر د دنيا څخه خپلې سترګې پټې کړې ٠

نيوتون په خپل ټول عمر کې د مکانيک ، رياضي ، نور ( وړانګې ) او د عمومي جاذبې قانون په برخه کې ډير ستر برياليتوبونه ﻻسته راوړي دي ، د ١٦٦٥ کال په دوبي کې نيوتون خپل پلرني ځای ته بيرته ستون شو او هلته يې دوه کاله تيرکړل ، په دغو دوو کالو کې د نيوتون اختراعات يوې نوې مرحلې ته ورسيدل ، هغه په دې موده کې د پخوانيو عالمانو د علمي څيړنو پر بنا د جاذبې د قوې د څيړنو او د بې شميره

حسابونو له ﻻرې د جسمونو د حرکت په باب درې اساسي قوانين راټول کړل ، چې لومړي قانون يې د جبري قوې په باب قانون دی ٠ په بله ژبه که يو شي د خارجي فشار سره مخامخ نه وي او يا ورسره مخامخ شوي خارجي فشار د صغر سره برابر وي ، نو دا شي به خپل حرکتي حال وساتي ،دوهم قانون دا دی چې د جسمونو شتاب د هغه بهرني فشار د جمع سره چې ورباندې کيږي مستقيم تناسب لري او د جسمونو د جرم سره معکوس تناسب لري ، د ريم قانون دا دی چې که يو جسم پر بل جسم باندې بهرني فشار واچوي نو دوهم جسم به حتمأ پر لومړي جسم باندې يو منعکسه قوه وغورځوي چې مستقيمه قوه يې د منعکسې قوې سره برابره وي ، او جهتونه يې يو له بل سره مخالف وي او دوې قوې پر يو مستقيم خط باندې راښکاري ٠

د نيوتون نوموړو دريو قوانينو د ميکانيکي علم د پرمختګ دپاره کلک بنسټ ايښودلی دی او د نورو علومونو د پرمخبيولو دپاره يې ستر او مهم رول لوبولی دی نيوتون نه يوازې په ميکانيکي علم کې ستر موفقيتونه ترلاسه کړل بلکې يې د نور ( وړانګې ) په علم کې يې ستر خدمتونه سرته رسولي دي ، هغه په ١٦٦٨ کال کې د نور ( وړانګې ) انکساري تلسکوپ جوړکړ ، د دريو کالو نه وروسته هغه د لومړي تلسکوپ څخه لوي دوهم تلسکوپ هم جوړکړ٠ د زياتو ازموينو پر اساس نيوتون د نور ( وړانګې ) په علم کې نوي اکتشافات وموندل او د نوري علم په باب يې يو مشهور کتاب وليکه ، دا کتاب په علمي ساحه کې د يوه ډير ارزښتناک اثار په توګه ومنل شو،

دغه راز د ايساک نيوتون يو بل ستر او مهم موفقيت دا و چې هغه د فاضله او جامعه حساب رامنځته کړی دی ، دا د رياضي په برخه کې يوه ډيره ستره کارنامه

وګنل شوه ٠

نيوتون په خپل ټول عمر کې د طبيعي علم د څيړنو او مطالعو دپاره کوششونه وکړل ، هغه د پخوانيو عالمانو د څيړنو پر بنسټ د ميکانيکي علم په باب تيوريکي سيستم رامنځته کړی دی ، نيوتون د انسانانو دپاره ستر خدمتونه ترسره کړل او دده تيوري د اوسني علمي څيړنو دپاره ډير ښه بنسټ هم پري ايښی دی ٠

ايساک نيوتون په خپل ټول عمر کې واده ونه کړ او خپل ټول ژوند علومو ته وقف وکړ ٠