<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-03-25 17:47:42    
د چين هنری شخصيتونو په فعاله توګه په سياسی چارو کی ګډون او بحث وکړ

cri

د مارچ په دوولسمه نيټه د چين د سياسی مشورتی کنفرانس د ملی کميټې کلنی غونډې په بېجينګ کی پای ته ورسېدې. د چين سياسی مشورتی کنفرانس د چين د څو ګوندونو ترمنځ د همکارۍ او د سياسی سلا مشورې دپاره د يوه سازمان په حيث د چين مختلفې ټولنې راغونډ شويدي، لکه چی زيات شمېر مشهورو هنرمندانو او هنری کارکونکو د سياسی مشورتی کنفرانس د غړو په حيث د حکومت د کارونو د ښه والی دپاره خپل پيشنهادونه وړاندی کړل او په فعاله توګه يی په سياسی چارو کی ګډون او ورباندی بحث وکړ. د هنر او کلتور په نننی پروګرام کی به تاسی په دې باب څه معلومات واورئ.

د چين د کمونست ګوند په مشرۍ د څو ګوندونو ترمنځ د همکارۍ دپاره سياسی مشورتی نظام د چين سياسی اساسی نظام دی او د چين د مشخصو حالاتو او شرايطو سره سم د چينی خصوصيت لرونکی سياسی نظام هم دی.د چين د سياسی مشورتی کنفرانس له لاری د چين کمونست ګوند او د چين حکومت هميشه په زيات شمېر مهمو مسئلو په باره کی د نوموړی کنفرانس له غړو سره سلا مشوره کوی او د دوی پيشنهادونه اوری. د نوموړی کنفرانس په بلنه مختلف ګوندونه،سازمانونه او ټولنې په ګډه سره کله کله د هېواد په مهمو مسئلو باندی بحث هم کوی او د دولتی سازمانونو او د هغه کارکونکو د کارونو نظارت کوی.

د مثال په توګه د سياسی مشورتی کنفرانس د ملی کميټې په دغه کلنی غونډه

کی د هېواد د کرنې،کليوال او بزګرانو په باب د سياستونو، د دولتی تصديو د

اصلاحاتو، قانون د جوړولو په شمول مسئلې د غړو د توجه وړ دي. د چين يوی مشهوری هنرمندې ده ده ما په نوموړی کلنی غونډه کی د ډګرونو د ساتلو د قانون په هکله خپل پيشنهاد وړاندی کړ او ويی ويل چی زه د دريم ځل دپاره د سياسی مشورتی کنفرانس د ملی کميټې په کلنی غونډه کی برخه اخلم. زه د کوچيانو د ژوند په باب معلومات درک کوی چی دوی د ډګرونو د ساتلو د قانون په هکله معلومات نه لری او له دې امله يو شمېر مسئلې رامنځته کېږی. د سياسی مشورتی کنفرانس د ملی کميټې د يوه غړي په حيث بايد د پيشنهاد د وړاندی کولو دنده په غاړه واخلم.

د چين د سياسی مشورتی کنفرانس د ملی کميټې په دغه کلنی غونډه کی له هنری ساحې غړي د ټولو غړو څه نا څه يو په لسمه برخه کی نيولی وه، دغو غړو په نوی اوضاع کی د چين د هنری چارو د پرمختګ او د چين د کلتوری مارکيت له بين المللی مارکيت سره د همکارۍ په شمول د يو لړ مسئلو په باب خپل پيشنهادونه وړاندی کړی دي.

ګرانو اورېدنکو، د هنر او کلتور په نننی پروګرام کی تاسی همداوس د چين د هنری کارکونکو په فعاله توګه په سياسی چارو کی د ګډون لرلو په باب څه معلومات واورېدل. د ستاسو روغتيا په خير!