


د اسکي وهلو لوبه د چين په شمال ختيځ کې د ډيرو زياتو خلکو د ډيرې خوښۍ وړ سپورتي لوبه ده ، ځکه چې په دې سيمه کې په ژمي کې واوره زياته اوري ، نو په دې وجه د اسکي وهلو د لوبې د خپريدو دپاره ډير ښه مساعد شرائط برابريږي ،د چين مرکز بيجنګ هم د چين په شمال کې واقع دی او په ژمي کې زياته واوره هم اوري ٠ د بيجنګ ښار په شاوخوا کې زيات غرونه ولاړ دي او په ژمي کې دغه غرونه هم په واورو پټ دي چې په دې توګه د اسکي د وهلو د لوبې د دپاره ډير ښه طبيعي شرائط لري ٠
په دې وروستيو کلونو کې د بيجنګ زيات ښاريان د ښار شاوخوا ځايونو ته سفرکوي ، په بيجنګ کې په پسرلي ، دوبي او مني کې د ښکلو طبيعي منظرو څخه د خوند اخيستلو دپاره د ښار اطراف ته سفرکوي او په ژمي کې د اسکي د وهلو ميدان ته ځي ، په تيره بيا د٢٠٠٤ کال په ژمي کې چې تازه تيرشوی دی څو څو ځله واورې واوريدلې ، ځينو شرکتونو ددې ښه فرصت څخه په استفادې سره د اسکي د وهلو د لوبې دپاره څومرکزونه جوړکړل چې په نتيجه کې بې شميره ښاريان د اسکي د وهلو د لوبې دپاره دغو مرکزونو ته ولاړل او د اسکي د وهلو لوبه په چټکۍ سره د بيجنګ په ښار کې رواج موندلی دی ٠
د ژمي په يوه ورځ سهار زه د خپلو دوستانو سره د موټر په واسطه د بجينګ ښار
په شمال ختيځ کې د مي يون ولسوالۍ د يون فو شان په نامه د اسکي وهلو مرکز ته ورغلم ، کله چې مونږ نوموړي مرکز ته ورسيدو ومو ليدل چې په دې مرکز کې د اسکي د وهلو زياتو علاقه مندانو اسکي بازي وکړه٠ مونږ هم په تلوار سره د اسکي بازي تختې او بوټان واخيستل او د لوبې ميدان ته ننووتو ٠
د يون فو شان په نامه د اسکي بازي ډګر د لوبې دپاره په درېو ليکو ويشل کيږي ، يوه ابتدايي ليکه ده او نورې دوې ليکې د منځني او لوړه سويه لرونکو دپاره تيارې شوې دي ٠ هغه خلک چې په اسکي بازي نه پوهيږي او يا ورباندې کم پوهيږي په ابتدايي ليک کې لوبه کوي ٠ څرنګه چې دا لومړی ځل و چې ما اسکي بازي کوله، نو د لوبې په بهير کې د بې پروايي له امله د يوه زلمي سره ټکرشوم، مونږ دواړه پر مځکې باندې ولويدلو او يو له بله سره خندا شولو ، ځکه چې مونږ پوهيږو چې دا د لوبې ځای دی او د لوبې مهارت نه لرو ، په دې موقع کې ما د هغه سره خبرې وکړې ٠ هغه وويل دا لومړی ځل دی چې زه د اسکي وهلو لوبه کوم ٠زه له دې سپورتي لوبې سره علاقه اومينه لرم ، نورې سپورتي لوبې لکه ﻻمبو وهل ،د واليبال او فوټبال لوبې زما هم خوښيږي ٠ د اسکي وهلو لوبه زماد پاره يوه نوې تجربه ده ، هغه زياته کړه چې که څه هم د اسکي بازي په جريان کې څو څو ځله پر مځکې باندې لويدلی يم ، مګر زه باور لرم چې د اسکي بازي مهارت به ژر ترلاسه کړای شم ٠ زه به په راتلونکي کې تل دلته راشم ٠ او کوشش کوم چې د اسکي بازي مهارت مې ژر له ابتدايي مرحلې څخه لوړې مرحلې ته ورسيږي ٠
په بيجنګ کې د اسکي د وهلو د لوبې د چټکې پراختيا په باره کې هغه وويل د اسکي د وهلو د لوبې د خپريدو له امله د خلکوژوندانه ته يو ډول خوند زيات شوی دی ٠دا زما دپاره يو ډول ازموينه هم ده ، که څه هم اسکي بازي اوس په چين کې عمومي شوې نه ده ، خو د خلکو د ژوندانه سويې د اوچتولو سره سره به دا ډول لوبه په چټکۍ سره پراختيا ومومي او د کار څخه په فارغ وخت کې به د خلکو په ژوندانه کې يوه نوې لوبه هم زياته شي ٠
وخت ډير ژر تيرشوی او غرمه شوه ، ما د تفريح په وخت کې د يوې نجلۍ سره مرکه وکړه ٠ هغې خبريال ته وويل د اسکي بازي په وخت کې زه ډيره خوشاله وم ، په لوي طبيعت کې ما ډيره ارامتيا احساس کړې ده ٠ أن په دې ځای کي د نورو خلکو د لوبې سيل کول هم يو ډول د خوښۍ وړ کار دی ٠ نن ورځ زه د خپلو ملګرو سره يو ځای دلته راغلې يم ، ددې نه وروسته به د هرې اونۍ په پاي کې زه هم د اسکي وهلو دپاره دلته راځم ، زه ددې لوبې سره علاقه لرم ٠