<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-03-26 17:51:26    
پوښتنو ته ځواب

cri

 رمز –وانګ جانی اوس خو د اوريدونکو پوښتنو ته د ځواب برخه راسيدلی ده، د سی-ار-پی کلب د مشر حضرت ولی منګل په شمول ځينو اوريدونکو په خپلو ليکونو کی غوښتنه کړيده چه د چين په افسانه کی د ښامار په باب څه معلومات تر لاسه کړی ، نو په دې مناسبت به د پروګرام په دې برخه کی د چين د ښامار په باب څه معلومات وړاندی کړو.

وانګ – د چين په لرغونی اسنادو او اثارو کی ليکل شوي وو چه چينايان د ښامار اولادونه دي . د پلټنې سره سم ، په لومړني ټولنه کی ښامار د چين د ډيرو قبايلواو طوايفو نښان او سمبول ګڼل کړيده. په هغه وخت کی نه يوازی د چين په مرکزی سيمی کی د هان قوم او د چين په شمالی برخه کی يعني د اوسني داخلی مغولستان په دښتو کی اوسيدونکي هونګ بلکې د چين په جنوب ختيځو ساحلې سيمو کی ا وسيدونکي د يوي نومي قبيلې او د چين په جنوب لويديځه سيمه کي اوسيدونکي د اي لاو قبيلې د ښامار پرستش او عبادت يي کاوه.د دوی په نظر چينی ملت د ښامار اولادونه دي .

أيا چينی ملت په رښتيا د ښامار اولادونه دی ؟ . البته ځواب يي منفي دی ، دا يوازي د کلونو کلونو راهيسې د خلکو په خولو کي يوه ښکلي افسانه ده او له دي څخه څرګنديږي چه زمونږ ملت يو لوي او ستر ملت دی .ښامار فقط د عظمت او غښتليتوب سمبول دي ٠د افسانې لمخې اوه زره کاله دمخه د فو شي نومي يو غښتلي او عاقل امپراطور چه د اوسني چين په شمال لويديځ کي زيږيدلی ؤ او د چين په مرکزي سيمه کي يعني د اوسني هه نان ولايت د حواي يانګ په ښار کي يي

پايتخت جوړ کړي و ، نور کوچني قبايل يي لاندی کړل او د خپل ملت د نښان په حيث يي داسي خيالي ژوي جوړ کړ چه د أس سر ، د هوسۍ ښکرونه ، د باز پنجې ، د کب هډوکی او د مار وجود لري ، له دي نه وروسته ښامار د چيني ملت د نښان او سمبول په توګه ګڼل کيږي .

ګرانو اوريدونکی ، د اوريدونکو پوښتنو ته د ځواب نننی برخه پای ته ورسيده . مونږ تل هڅه کوو چه پدی خپرونی کی د چين په باب ستاسو د علاقې وړ معلومات وړاندی کوو .هيله ده چه تاسو په مداومه توګه مونږ ته ليکونه راوليږی او له خپلو ګټورو مشورو څخه مونږ هم برخمن کړی.