<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-03-26 18:27:27    
دامرېش پوري رول پاى ته ورسېد

cri

د شيكر كپور " مسټرانډيا" د امرېش پوري دهنري شخصيت په لوړتيا كې ستر رول ترسره كړ، امرېش پوري په دغه فلم كې د موګامبو رول تر سره كړى و 72 كلن امرېش پوري له يوې مياشتې راهيسې د ناروغۍ پر بستر پروت او دا تېرې څو ورځې يې د ممبيي په "هندوجه" روغتون كې تېرې كړې وې. دچهارشنبې ګهيځ و،چې دماغي شيريانونه يې وچاودل او ساه يې وركړه.

د هندي فلمونو د منفي كركټرونو دغې وېروونكې څېرې پر 1311ل كال نړۍ ته سترګې پرانستې، له فلم او هنر سره يې له وړوكتوبه مينه او لېوالتيا وه. پر 1338 ل كال يې په سينمايي فلمونو كې د مركزي كردارونو درول هوډ وكړ، خو ډېر ژر ناكام شو او له تياتر سره وتړل شو.

امرېش څلوېښت كلن و، چې له تياتر نه يې بېرته سينمايي فلمونو ته مخه وكړه او دمنفي كركټرونو اتل وګرځېد. په فلمونو كې د امرېش پوري رول له مركزي كردارونو هم لوړ او بريمن و. په دغو رولونو كې امرېش خپله وړتيا خوندي وساتله. امرېش پوري د لومړي ځل لپاره په 1350 كال په ريشما اور شيرا فلم كې رول تر سره كړ، خو دغه رول تر ډېره بريده د "شيام بنيګل" له " نشانت" او " منتهن" فلمونو سره ورته والى درلود.

د شيكر كپور " مسټرانډيا" د امرېش پوري دهنري شخصيت په لوړتيا كې ستر رول ترسره كړ. امرېش پوري په دغه فلم كې د موګامبو رول تر سره كړى و.كله، چې فلم نندارې ته وړاندې شو د امريش رول د خلكو رښتيني ژوندانه ته لاره وكړه، ډېرو خلكو به د موګامبوپېښې ( تقليد) كاوه. د موګامبو ترڅنګ د امرېش پوري د " شعلې " فلم رول هم ډېر په زړه پورې و. امرېش په دغه فلم كې د " ګبرسنګ" رول لوبولى، دغه رول هم تر ډېره بريده دخلكو زړونو ته لاره موندلې وه.

تر دې وروسته امرېش پوري دهندي سينما دمنفي كردارونو يوه مشهوره څېره وه. پر ستورو او ستوريو ( نارينه او ښځينه هنرمندانو) سربېره دفلم ډايركټرانو او مينه والو هم دده پر ستاينه خولې پرانستې. د باليووډ سترو لارښودو نوموړي ته په خپلو فلمونو كې د " ولن" مقام وركړ.

د امرېش پوري كردارونه يوازې په باليووډ كې ايسار نه شول ، د هاليووډ فلم جوړوونكو هم نوموړي ته د رول لوبولو وړانديزونه وكړل. كله، چې د امريكايۍ سينما مشهور ډايركټر" سټېون سپېلبرګ" د " انډيانا جونز اينډ دې ټيمپل اف دې ډوم" فلم جوړاوه، امرېش پوري ته يې هم بلنه وركړه. امرېش په دغه فلم كې د " بولارام" رول پرغاړه واخست او د رام رول دې ته اړ ايست، چې ويښتان وخرېيي.دامرېش دغه كردار ډېر مشهور شو، تر دې وروسته امرېش پر خپل سر ويښتان نه پرېښودل.

دهندي سينما پخوانى ډايركټر " شيام بنيګل" دده پر مړينه خواشيني ښيي او ووايي:" امرېش پوري يو داسې شخصيت و، چې هر ډول كردارته به مو اچاوه، كردار به يې بريالى راوت.د امرېش پوري رولونه نوي او ځانګړي و، هغه په خپلو كردارونو كې دمرګ تر ورځې لومړى مقام و".

" هم پانچ" د امرېش پوري لومړنى سوداګريز فلم و. په دغه فلم كې امرېش د " مهابهارت" دكردار"دريودهن" رول لوبولى و. وروسته يې د" دهاتا، هيرو او لوها" په نومونو نور فلمونه هم راووتل،چې دمينه والو له ښې بدرګې سره مخ شول.

امرېش پوري يوځانګړى او په همدې ترڅ كې وېروونكى غږ درلود. مينه والو د څېرې له ليدو پرته په غږ هم پېژندلاى شو. په " رام لكهن، سوداګر،كرن ارجون او كويله فلمونو كې د امرېش پوري رولونه ډېر روښانه او بريالي و. پر سوداګريزو فلمونو سربېره يې په هنري فلمونو كې هم خپله وړتيا په زبات رسولې ده.

امرېش د" سبهاش ګهي" په " كسنا" فلم كې هم رول پر غاړه اخستى و، خو دفلم تر بشپړتيا مخكې ومړ. سبهاش د امرېش پر مړينه خواشيني وښوده او ويې ويل: " د امرېش پوري ناڅاپي مړينه د هندي سينما لپاره يوه ستره ضايعه ده، دا زما لپاره ډېره غموونكې پېښه ده، زما په فكر او ذهن كې دامرېش اخلاق ، راشه درشه او هنري وړتيا انځوريږي، موږ 25 كاله ملګرتيا وكړه، زموږ ملګرتيا پر فلم او سينما نه وه ولاړه، دا د دوو وروڼو ترمنځ دصميميت ملګرتيا وه".

سبهاش وايي امرېش پوري له تېرو دوو كلونو راسې جوړ نه و، خو په " كسنا" كې د نوموړي رول ډېرښكلى او زړه راښكونكى و. په دغه فلم كې امرېش د " بهيروسنګ" ( دكسنادماما) په رول كې راڅرګنديږي.

امرېش پوري د سينما په پرده يوه بده اوګنهګاره څېره وه، په فلم كې دنوموړي راښكاره كېدل د وېرې ، ډار او تخريب څرك و.خو په ورځني ژوند كې بيا دغسې نه و. امرېش ډېر نرم او دښې رويې څښتن و. د امرېش پوري په مړينې سره ، په هندي سينما كې يوه ستره تشه رامنځته شوه، ددغې تشې ډكون ښايي كلونه كلونه وخت ونيسي.

مسټر انډيا، ودهاتا، هيرو، ريشما اورشير ا، لوها، دلوالې دلهن لي جاينګې او ....هغه فلمونه دي، چې دقوي او ښكلو رولونو په درلودا سره به په هندي سېنما کې د امريش پوري نوم ژوندی ساتي .