
د سينهوااژانس د خبر له مخې د پاکستان صدراعظم شوکت عزيز د مارچ په ٢٦ نيټه وويل د پاکستان حکومت پر پاکستان باندې د ايف ١٦ ډول جنګي الوتکو د پلورلو په باب د امريکې د پريکړې هرکلي کوي هغه وويل د امريکې نوموړي پريکړه ډيره سمه او مهمه ده ، ځکه چي د پاکستان حکومت دا نظر لري چې د هيواد وسله والې قواوې بايد باوري پوځي تجهيزات ولري ، هغه يو ځل بيا دا خبره تائيده کړې ده چې پاکستان هيله لري چې د ټولو ګاونډيو هيوادونو سره په سوله کې ګډ ژوند وکړي ٠ امريکې په ٢٥ نيټه اعلان وکړچې د بوش حکومت پريکړه وکړه چې پر پاکستان باندې د ايف ١٦ ډول جنګي الوتکې وپلوري ، په همدې ورځ د هند حکومت د امريکې د نوموړي پريکړې له امله نااميدي څرګنده کړه ٠