د سينهوااژانس د خبر له مخې د پاکستان د نيوز ورځپانې د مارچ په اوويشتمه نيټه خبر ورکړ چې د پاکستان جمهوررئيس پرويز مشرف له دې سره مواقفه وکړه چې پاکستان پخپله ډيرې مترقي مخابراتي او اکتشافي مصنوعي سپوږمۍ جوړې او ويې توغوي ٠ تر اوسه پوري پاکستان په بري سره څو دانه هواپيژندونکي مصنوعي سپوږمۍ جوړې کړې دي ، مګر له دې امله چې پاکستان خپل د مصنوعي سپوږمۍ توغوونکی برج نه لري ، نو ځکه د پاکستان دوه دانې ازمايښتي مصنوعي سپوږمۍ چې په جلاجلا توګه يې په ١٩٩٠ م او ٢٠٠١ کال کې جوړې کړې د نورو هيوادونو د مصنوعي سپوږمۍ د توغولو د برجونو له ﻻرې وتوغولې شوې ٠