<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-03-27 18:50:30    
د پښتو او پښتونوالی دنيا (٢)

cri

د ديواند خط دشينوارو او مومندو په سينه تير شو او پښتانه يی د پښتنو له کوره ايسار کړه ، مګر وروری او عزيزګلوی قطع نشوه .

د خيبر هغه خوا پښتانه له پنجاب سره يو ځای برطانوی هند له حکومت لاندی راغله ، مګر پښتانه او پنجابيان يو نشوه .

ملی او قومی تعلقات پيداکول دفطرت کاردی او دفطرت اړول د انسان کار نه دی . پردی حکومت او د نورو سياست دغه شان اقدامات کوی ، مګر له خدای سره دچا زور برابر نه دی او د فطرت قانون څوک نشی اړولی . وګورئ ! دهوا کوتری او چڼچڼی يوځای نه الوزی ، دغرونوپه حيواناتو کی هم د جنس او نوع تميز شته يعنی يو جنس له بل سره ګډ نه ګرزی .

دهقانان غنم او اوربشی يوځای نه کری ، د دنيا قومونه اوملتونه د ترک او ايران دعرب او افغان په نامه او نورو نومونو بيل بيل حکومتونه لری .

دين او مذهب ته رجوع وکړئ ، چه دمحرم اونامحرم ترمنځ څومره فرق دی ؟ د اسلام په قانون کی هم د ورورو ميراث ورور ته رسيږی او پردی ترينه محروم دی وروسته له دغو ټولو خبرو پدی خبره باندی غور وکړۍ ، چه پښتانه له پښتنو نه شکول او له پردی سره يی ګډول څنګه کار دی ؟

ايا داسی قوت په دنيا کی شته چه ملی احساس اوملی شعور محوه کړی يا دخپل پردی تميز له قومونو او ملتونو نه واخلی يعنی پردی خپل کړی او خپل پردی کاندی . يوحکومت داکولی شی چه زمريان ددسپنی په پنجره کی ايسار کړی ، انسانان په جيلونو کی واچوی او دهوا مرغان په قفسونوکی وساتی ، مګر فطرت نشی بدلولی او دفطرت په تقاضا هرڅه خپل اصل ته رجوع کوی .

زه د پېښور د راديو يو غير طبيعی اواز ته نه ګورم ځکه چه ما دهغه ځای د شاعرانو دزړه اوازونه د ډيرو ګلونو راهيسی اوريدلی او په رمزواشاره باندی پوه يم . زه پوهيږی چه د يو حساس او رښتيانی پښتون زړه څه غواړی او ملی ارزو څه تقاضا لری ، ماته دا هم معلومه ده چه ضرورت اومجبوريت په ځينو کسانو باندی څه کوی او څه وايی ؟ زه د پښتنو يووالی او نزديوالی يو حقيقت ګڼم چه فطرت او قومی عادت يی شته ولاړ دی او مرسته يی کوی . په دغه حقيقت باندی زه ټينګه عقيده اوپوره باور لرم .